ایران بیاهم د ملکی افغانانو په وژنه نړیوال بشری جنایت وکړ

د افغانستان سره د ایران په سرحد کې د لسګونه هغو
افغانانو د وژل کیدو یا ټپیکیدو حال ورکړ شو چه هغه هیواد ته د مذدوری
لپاره په قچاق ډول تلل

د فراه د والی ویاند
عبدالرحمن ژوندی وویل ایران ته په قچاق ډول د تلونکو څه د پاسه درې سوه
افغانانو یوه ډله تیره ورځ مازیګر د فراه ولایت لاش جوین ولسوالۍ سره د
ایران پوله غورغری او او میلک سیمه کې د ایرانی سرحدی ځواکونو وسله وال
برید لاندې راغلی دی، چه یواځې یونیم سل تنه یې په مړه یا ټپي حال
افغانستان ته راړول شوی دی د پاته کسانو برخلیک لانده معلوم.

ژوندی
وویل یاده سیمه کې مخابراتی شبکی کارنه کوی ځکه نو د پیښې د قربانیانو
دقیق شیمر نده معلوم. ویویل تیر مازیګر فراه مرکزی روغتون ته ۹ تنه ټپيان
راوړل شوی دی چه د هرات، بادغیس او تخار اوسیدونکی دی. ژوندی په ډاډ سره
وویل چه دوی غیر ناحق ویشتل شوی دی ایران ته د خوارۍ لپاره تلل هیڅ کوم
یویې قچاق یا بل جنایت باندې نده مرتکب شوی.

د شندند
ولسوالۍ اړوند یوه ټپي د فراه روغتون کې خبریالانو ته وویل چه د درې قچاق
وړنکو په زریعه ایران ته هرتن د ۷ سوه زره ایرانی تومانو بدل کې ایران ته د
تللو تړون کړی و  چه یو د انسانو قچاق وړنکی  یې ایرانی دوه  افغانان وه
 د سرحدی پولیسو له لوری یې ډاډ هم ورکړی و « خو د ایران پولی ته په اوښتو ۴
تر۵ کلومتره هغې خاورې ته پلی لاړو چه د ماشیندار تر یوې ضربې وروسته د
دریش غږ راباندې وشو مونږ ټول ودریدو لاسونه مو پورته کړه هغوی د فغانستان
په لور د شاتګ امر راته وکړ مونږ افغانستان ته په راسنیدو مومنډه پیل کړه
خو  ترشاه یې ډزې راباندې پیل کړې غوغاجوړه شوه  ډیرمړه او لږ په ټپي یا هم
په منډه را واوښتو خدای خبر چه ملګری به موڅه شوی وی»

دلاش
جوین د ولسواالۍ یوه امنیتی مقام د نوم د نه خپرولو په شرط نن پېښه ډیره
دردونکې وبلله زیاته یې کړه دوی ته تر ۵۰ پورې ټپیان رسیدلی دی چه له منځه
یې د ۱۰ تنو روغتیایی حال نازک وباله او په فراه سربیره هرات او نیمروز ته
یې د درملنې لپاره واستول  ده په ایرانی خاوره کې د ۹ تنه افغانانو د مړیو
هم وویل خو تراوسه ایرانیانو اجساد  ندی ورته سپارلی.

په
ایرانی سرحد کې دافغانانو ډله یزه وژنه څه نوی خبره نده بلکې تیرکال د
هرات اسلام کلاسرحد کې هم ۱۳ تنه افغانان په ورته  ډول ایرانی پولیسو ووژل

که
څه هم په لومړی سرکې ایران دغه موضوع باندې منکر شو  خو تر شپږ میاشتو
وروسته یې کورنۍ وتوانیدې چه اجساد یې د ایران او د افغان سرحد ۲۵ کیلومتری
د تی اباد  نومی ښار یوه هدیره کې پیدا او بیرته راولیږدوی  باید ووایم چه
ایران لا د فراه په تازه پیښه څه ندی ویلی.

څرګندون پریږدئ