څلوریزه

Advertisements

لنډه کیسه

چیغه               

سهار وختی وو، دسهار مونځ مې په جماعت سره اداکړ، قرآنکریم یوه سی پاره مې هم تلاوت کړ، دتل په شان دروضی شریف لور ته ددرس ویلو لپاره روان وم، دلوی سړک پرغاړه.

زړه نا زړه وم، کله مې غوښتل چې لاړ شم ، هغه عجیبه صحنه هیر کړم، او دنورو عادی پیښو په څیر،  یوه عادی خبره وبولم، خو مګر پښۍ مې د تګ توان نه درلود.

مګر داپیښه دنورو سره پوره توپیر درلود. ځکه چې دا ښځي یواځی نه واست، یوه تقریباْ دری کلنه نجلۍ او یوه وړوکې دوه میاښتنی ماشوم هم ددوی سره وو. که څه هم ژمې نه و، مګر هوا ډیر ساړه و، دا دوه کلنه نجلۍ د ساړه هوا نه ډیر په تنګ وه، ټول وجود یي لرزیده اوهردم خپلې مورته یی ویله چې: موری! مونږ کله ځو؟ زما ډیر یخ کیږي! او…!! وړوکې دوه میاشتنی ماشوم په لوړ اواز چېغې وهله او ژړلی، اوښځي هم په خپلو کار بوخت وو. خځلي، پلاستیکونه، کارتنونه، او نور… دلشتۍ له څنګ نه داسی ټولول اوکره کول يي، ته چې وایی سره زر دي. مګر ما ته معلومه نه و چې داښخي د دی خځلي سره څه کوی؟ دپخلی لپاره ټوله وی؟ کوم شی ور څخه جوړوی؟ او یا هم…!؟

هرڅه چې و، خو و. مګر پښي مې ریږدی دي، دواړو سترګو مې د اوښکو نه ډکه شوی وو. د وړوکې ماشوم غږ، ځما په غوږو کې انګازې کولی اوسخت مې ځورول. دده دهره ناره سره ځما زړه رپیده، او زړه مې داسی نرې شوی و چې تر حده تیر. غوښتل مې چې په چېغو چېغو وژاړم، په لوړ اواز غږ کړم چې: ای خلکو! دا ولی؟ خلګ اسمان ته خیږی، مونږ جنګ کوو او زمونږ یو دوه نه کیږي، په وږې نس، ګدایی کوو. یو بل د هیڅ په خاطر وژنو، کلی او کورونه ورانه وو، ښځې کونډه کوو، ماشومان یتیمان کوو، ځانونه خوار او بې عزته کوو!!!

لاهم وختی وو. سړک بالکل له ګڼه ګوڼي څخه تش و، لږ لږ کسان په سترګو کیدلی چې روضې ته روان دي، مګر ما ته دسړک نه تیریدل ډیر سخته ښکاریده، او ناشونی وو. دسړک تر څنګ کې کښیناستلم، په ظاهر ارام وم، مګر له زړه نه مې یوازی خدای خبر و چې څنګه سخته ناورین پکښې روان دی، سخت بی قرار وم. ښځي ته مې کتل، هغوی په ډیره چالاکی خسی او خځلي ټولول يي، داسی معلومیدای چې نه غواړی ډیر کسان یی ووینی، مخ تر دی چې ګڼه ګوڼی ډیر شی او دوکانونه خلاص شی، د هغه ځای نه لاړه شی. په ډیر چټکی سره خځلي ټول کړل، ټیکریو ته و اچول، په یوه لاس یی خپل ماشومان نیولی وو او په بل لاس یی ټیکری، ژر له هغه ځای نه ناپدیده شول او لاړل.

مګر زه خپل پر ځای وچ ولاړ وم او دښخی د تګ لار مې د خپل سترګو سره تعقیبول.

ټول ورځ په چرتونو کی ډوب وم، درس مې نه شو ویلی، زړه مې خواړه ته نه کیده، دچا سره ډیری خبری مې نه کولی، ذهن مې ډیر نا ارامه و، په غږونو کې هر دم د هغو دوه ماشومان، غږونه انګازی کیدل.

د وړوکی ماشوم نری غږ ، چې په ډیره ضعیفی سره یی ژړل او چېغی وهل… او دهغه دوه درې کلنه نجلۍ غږ چې ویله یی: موری! موری! کله ځې؟ زما ډیر یخ کیږی….! زما ډیر یخ کیږی…!

شعیب-1390/3/20

د مور سندره

دمورسندره
الله هو للوللو __ای زما دزړه ارزو

زه دې جارشم دلاسو
___ شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
___ ټپوي دي په اوږو
نازوي د په بوسو
___ درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
____ شه للوللوللو
ګرځوم دی په ليمو
____درته وايمه الاهو
ستړی نه په اسويلو
____ دسبا په ارمانو
تيروم شپه په خوږو
___ثمر غواړم دميوو
پر ښتی دې په اوږو
__درته وائ الله هو
شه للوللوللو
______ ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو
___ مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې په اوږو
___ نازوي دې په شيبو

پرښتی دې په اوږو___ درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
______ شه للوللوللو
تورې شپی رڼا کوم
____تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
___تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
____ زه د ې جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
______ ای زما دزړه ارزو

شه للوللوللو____ دسبا په محفلو
ته به ناست
 يې _____ په جرګو
جګ شمله دپښتنو
____ کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
____ ای زما دزړه ارزو
پرښتی دې په اوږو___ درته وای الا هو

شه للوللوللو ___اي زما دزړه ارزو

ګرځوم دی په ليمو___ ويدوم دی په نخرو
شه حفيظ ته ميرويس خان
____زه دی مور يمه نازو
پرښتی دې په اوږو _-درته وای الاهو
شه للوللو للو ___اي زما دزړه ارزو

زهیر شینواری

اتل ده که نه؟!

 

زه با همته پښتـــــــــــــــــنه یم

زه می دپلارســــــــــــره اوږه یم

 

که زه ماشومــــــــــــــه یاوړه یم

دپلار نیکو جګه شمــــــــــــله یم

 

زه به دا خپل وطن ســـــــــــاتمه

تل دپردونه بی ژغــــــــــــــــورمه

 

ښه لیک اولوســـــت به زده کومه

خپل دوطن خدمـــــــــــــت کومه

 

خپل دپښتو عـــــــــــــزت ساتمه

دهغه ارمان دزرغونـــی پوره کومه

(زرغونه لودین)

د زرغونه لودین فیسبوک

لایقنطو من رحمت الله…

ښکلي انځورونه په تیاره کوټه کښې چاپیږي. هر وخت چې دا ګومان دی وکړ د ژوند تر ټولو په تور اوتیاره پړاو کښې يي، نو داسی وبوله چې خدای(ج) غواړی له تا څخه ښکلي انځور وکاږې.

د مور ورځ په یاد

موری!

دا د ژوندون جبر دی، چي له تا څخه لرې یم، يو بل په مياشتو نه وينو او له خپل حاله سم نه خبرېږو.

هېر مې نه دي؛ خوشاله کورته راغلم، تا هم خوشالي کوله. پرته له دې چې زما د خوشالۍ پر لامل پويه شې، پر شونډو دې موسکا خوره شوه.

زه پوهېږم چې زما خوښي ستا خوښي ده.

ستا دا جمله لا اوس هم زما په ماغزو کې انګازې کوي: ((ولې زويه؟!))

زه غمجن کورته راغلی وم. ستا په ژړغوني؛ خو مينه ناک انداز نورې جملې هم وويلې:

((ګرانه ولې داسې غمجن ښکارې!؟ زما د زړه پر ټوټه باندی څه شوی ده؟))

ستا همدا پوښتنې زما د خپګان د له منځه وړنې لپاره بس وې.

او

ستا غيږې تل د مهربانۍ او ښېرازۍ احساس راکاوه.

مورې!

اوس جسما زما او ستا تر منځ زرګونه ګامه واټن دی؛ خو زه لا هم ستا سيوری تر خپل څنګ وينم. فکر کوم، هغه پرښته ته يې! هغه چې خدای زما د ساتلو لپاره ګمارلې ده.

هو مورې، دا منم، چې درنه لرې يم؛ خو زما د زړه له هر درب سره ستا نوم انګازې کوې.

مورجانې!

ستا ورځ رالنډه شوې ده. هر څوک خپلې مورته سندرې وايي، شعرونه ليکي او ډالۍ ورته جوړوي. دوی د مور ورځ په ښه شوق لمانځي، خپلو ميندو ته ډالۍ ورکوي او په وړاندې يې د مور مينه تر لاسه کوي.

ډېری به د مور په غيږه کې د خوشالۍ احساس وکړي؛ خو زه؟!

زه به د تېرو کلونو يادونه تکرار کړم، تکرار کړم… تر هغې چې مې ښېرازه کړي.

ګرانې مورې!

تېر کال چې مې د ګلو ګېډۍ درته نيولې وه، د کوټې د هيندارې پر مخ ځوړنده وه او ورو ورو وچه شوه؛ خو سږکال به څنګه شي؟

زه د ګلو ګېډۍ چاته ورکړم؛ چاته مورې؟!

مهربانې!

راشه! راشه، چې د مور د ورځې ډالۍ ستا مبارک حضور ته وړاندې کړم. ما پرېږده! مه پرېږده، چې لاس وغزوم؛ خو څوک نه وي، چې د ګلو ګېډۍ راځنې واخلي.

بيا به زه څومره خجالته شم مورې!

 

ګرانې مورکۍ!

نور مې ژړا وار نه راکوي. نور څه نه شم ليکی. يوازې همدا ويلی شم: ((مورې، ورځ دې مبارک شه!!!))

 

رښتیني کیسه

 

یوي مسلماني میرمني په فرانسه کې په یوه سوبرمارکیټ کې په داسې حالت کې… سودااخیستله چې مخ یې پټ و کله یې چې سامان راټول کړاو د حساب اخیستونکي میزته راغله څو پیئي ورکړي سامان یې په میز کیښود ، دمیز شاته یوه مغربي الاصل میرمن ناسته وه او ددي مخپټي میرمني دسامان په حسابولو یې پیل وکړ هغه مغربی ښځه لوڅ
سر او بیحجابه وه دي مخپټي مسلماني میرمني ته یې په سپک نظر وکتل او دسامان په حسابولو یې پیل وکړ اودومره ورته په غوسه وه چې سامان یې یوپه بل ویشته خو مخپټي میرمن چوپ ولاړه وه او هیڅ یې هم نه ورته ویل :اخریې په خبرو پیل وکړ او ورته کړه یې :
موږ په فرانسه کې ګڼ شمیر ستونزي لرو او له دي ستونزو نه داستا مخپټونی (نقاب) یوه یوه لویه ستونزه ده او دا ستونزه تاسو مخيټو میرمنو راته جوړه کړي ده موږ دلته دکار او خواري له پاره راغلي یو موږ ددي له پاره نه یو راغلي چې خلکوته خپل دین او تاریخ ورښیو تاته چې خپل دین دومره خوند درکوې خپل وطن ته ولاړه شه او هلته په خپله خوښه
دي چې څه زړه غواړي هغه کوه دلته موږ ته ولي ستونزي پیدا کوئ ؟!!

مخپټي میرمني خپل سامان په میز ایښی او هغي ته یې کتل او وروسته یې خپل نقاب له مخه لیري کړ مغربی ښځي چې ورته وکتل نو هغه یوه یوسرمخي اوشین سترګي میرمن وه او مغربی ته یې وویل :

زه فرانسوی یمه ، زما اسلام هم خپل دی او وطن مې هم
خپل دی …..تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست ……. !!!!

السلام علیکم