فرصت

روزي كه بود نديدم….روزي كه خواند نشنيدم



روزي ديدم كه نبود….روزي شنيدم كه نخواند

Advertisements

دا کړکۍ مه بندوه

پام کوه بیا چي کړکۍ بنده نه کې
ما ته خو ګورې چي له کوم ځایه راغلی یمه
ګرمۍ وهلی جل وهلی یمه
د ژمي واورو له توپان سره ملګري سیلۍ
توندو بادونو زورولی یمه
لا مي د پښو تڼاکي وچي نه دي
لا د خپل کلي د چینار سیوري ته نه یم تللی
لا د سړې چینې پر غاړه دمه سوی نه یم
لا مي پردیسي خولې
پر تندي وچي نه دي
لا مي له ځان څخه پریولي نه دي
د لیري تړو او مزلونو دوړي
غواړم د خپلو شپو ډیوې وګورم
غواړم د خپل چمن غونچې ووینم
چا راته وویل چي ستاسي وطن
نه نه! غلط سومه زما خپله مېنه
د شپې ډیوې د ورځي لمر نه لري
شپې یې په میاشتو په کلونو دي سحر نه لري
وايي په شپه کي ډیوې نه راوزي
وایی کیږدۍ ته لمبې نه راوزي
وایی قصرونه شنه باغونه او د غرو لمني
له لړمانو له مارانو سره شپې سپینوي
نه نه!غلط سومه شپې نه سپینوي
شپې تیروي
ځکه چي شپې دلته سحر نه لري
او چي سحر نه وي سپینیږي څنګه؟
دا کړکۍ مه بندوه! سوال ته خو را غلی نه یم
ماته خو ګورې چي ملنګ نه یم کچکول نه لرم
او که سوالګر مي بولې ومي بوله
ماته چي هر نوم راکوې ما پر لیمو منلی
زه پتڼ نه یم چي لمبې ته درځم
ربابي نه یم چي دیرې ته درځم
زه سوالګر نه یم چي کاسې ته درځم
زه شاعر نه یم چي غزل او قصیدې ته درځم
دا کړکۍ مه بندوه زه یوه سندره لرم
راته مي مور په الاهو کي زنګولې ویل
«خدایه ما خپل وطن ته بوزې
پردی ولات د مړو قدر کموینه»

عبدالباری جهاني

۲۰۱۳ـ جنوري ۳۱ ویرجینیا