جان!

جان!

لیکنه: عبدالقادر شعیب

جان2

دا هغه جادویی کلمه ده چې لومړی مونږ ته او بیا زمونږ اورېدونکو ته مثبت احساس او انرژي بخښي او همداسې کولای شي په اسانی سره زمونږ دوستان ډېر کړي.

د دغې کلمې په ویلو سره، تاسو دومره زیات انرژي هم نه مصرفوی، یواځې ستاسو په کلام کې یوه څپه زیاتیږي، خو که ګټه يې سره پرتله کړو؛ نو هیڅکله هم به د دغې کلمې په ویلو کې ځنډ او درېغ نکوو.

انسان یوه ټولنیزه موجود دی، چې پرته له ټولنې څخه ژوند نشي کولای. معمولا په ټولنه کې د نورو سره راشه درشه، راکړه ورکړه او نوړې اړيکې د کلام په مټ پیلیږي، دوام او پرې کولو یې هم له همدغه کلام سره نیغه تړاو لري.

  • که چیرې مونږ د خبرو پر مهال، له ځانه توندي ښکاره کړو، که څه هم ريښتنې خبرې وي، بیا هم زمونږ اړیکې ته سخت تاوان رسوي او ډېر ژر شلیږي.
  • که چیرې مونږ خپل يه خپرو کې جدي او ساده واوسو، ښايې به زمونږ اړيکې ډېر ونه غځيږي او یواځې د ضرورت پر مهال به زمونږ اړیکې وي، او نور بس ولاړ وي.
  • خو؛ که چیرې له همدغه کلام څخه بل ډول ګټه پورته کړو، یعني د صمیمیت او مینې په مالګه یې خواږه کړو؛ نو هغه وخت کولای شو، چې دریدلې اړيکې وغځوو او لاهم نور نوي اړيکې ټینګه کړو.

په دغه درېیم ګټګورې کې، یو له هغو کلمو څخه چې مینه او د خپلوي احساس زیاتوي، د «جان» کلیمه ده. د دغې کلمې جادويي اغیزه دا ده، چې مقابل لورې ته ښه احساس بخښي او ستاسو په وړاندې هغه خپل سوچونه بدلوي. که چیرې مخکې له جان ویلو څخه درباندې منفي فکر درلوده، لومړی خپل دا منفي فکر مثبت ته اړوي، او که مثبت فکر کاوه، په هغه کې زیاتي راځي او همداسې درسره د خپلوي او د مینې احساس کوي.

که چیرې دغه کلمه دې پر ژبه عادت شوه، د هر چا په وړاندې د استعمال جرئت درسره پیدا شوه، نور به خپل په ملګرو کې ډېر قدر پیدا کوي او اړيکې دې لا پیاوړی کیږي او همداسې ستا ټولنیز دریځ له یو عادي کس څخه، د مینه ناکه کس په لور لوړیږي.

خو! یوه خبره مو هیره نشي، چې د جان په ویلو کې هم احتیاط وکړئ! کنه کیدای شي، تاسو ته سرخوږي هم جوړ کړي.

د بیلګې په توګه: که تاسو له یوې پردې ښځې یا نجلۍ سره خبرې کوی، تر څو د هغې وړتیا/ظرفیت او سلوک تاسو ته ښه معلومه نه يې؛ نو هیڅکله د هغې پر وړاندې د «جان» له کلمې څخه کار مه اخلئ. کنه امکان لري چې له ناسم غبرګون سره مخامخ شی.

پرته له دغه مورد (چې البته۱۰۰٪ ممنوعه هم نده) او په ځینې رسمیاتو کې، نور د «جان» ویلو دایره ښه پراخه کړئ!

راځئ چې سر له اوسه پخپلو الفاظو کې د «جان» کلمې ته ځانګړی ځای ورکړو او په ویلو کې یې هم تر حده پورې اسراف وکړو.

له دغو نومونو سره خو خامخا يې کلک ونښلوو:
مور جانې!

ادې جانې!

پلار جانه!

خورجانې!

استاد جانه!

استاد جانې!

ورور جانه!

اکا جانه!

ماما جانه!

د ملګرو له نومونو سره
او ورته نورې کلېمې…………

او همداسې کله چې مونږ ته ږغ/غږ کیږي، متکلم ته په پام کې نیولو سره، د «بلي» پر ځای د «جان» کلېمه وکاروو.

Advertisements

د ماشوم ژبه

د ماشوم ژبه

لیکنه: عبدالقادر شعیب

45923_191

مولانا جلال الدین محمد بلخي وايي:

چونکه با کودک سر و کارت فتاد

هم زبان کودکان باید گشاد

که برو کتاب تا مرغت خرم

یا مویز و جوز و فستق آورم(۷)

همداسې یو موضوعي حدیث دی چې وایي:  اِنّا مَعاشِرَ النبياءِ اُمِرنا اَن نُـكَلِّمَ النّاسَ عَلى قَدرِ عُقولِهِم……

یعني د خلکو سره د هغوی د پوهې په انداز خبرې وکړئ…. نه خپل د پوهي په اندازه.

د مولانا له خبرې او د حدیث شریف له مفهوم څخه په الهام اخیستو سره، دا پوهې ته رسیږو چې له ماشومانو سره باید د هغوی په ژبه خبرې وکړو. یعني زمونږ خبرې د ماشومان سره باید ماشومانه انداز ولري او یا د ماشوم د فهم سره برابرې خبرې وي.

مونږ ذهن لرو او په ذهن کې ژبه لرو. خو دا ژبه څنګه په ذهن کې ځای نیولی؟ مونږ څنګه زده کړی چې ویی درک کړو او یا یا ویل وکړو؟ هغه په داسې مهال کې چې د زیږدنې پرمهال نه خبرې کولای شو او نه درک لرو. خو سره له دې مونږ کولای شو تر څلور کلنی پورې د ژبې اساسي قواعد او د ویلو طرز زده کړو. دا لړۍ په ټولو ماشومانو باندې د تطبیق وړ خبره ده، ولو که ماشوم په هره ژبه خبره وکړي.)۱)

د ژبې د ارواپوهنې يوه ستره بحث پر دې باندې ده چې دغه مهارت (پر ژبه باندې تسلط) څنګه کشف کړي.

[دا چې ماشومان څنګه ژبه زده کوي، د تعجب او همداسې د ځير وړ خبره ده. ماشومان د پیدایښت سره جوخت د خبرو کولو هڅه کوی او غږونه اوباسي، له د کوتری چوړهار او …. معمولا هغوی مخکې له یوه کلنی څخه دوه درې مانا لرونکي کلمې زده کوي او د څو نورو کلماتو په مانا باندې باندې پوهیږي، د هغوی په وړاندې غبرګون ښودلای شي او پوهیږي چې د ژبې په مټ څنګه اړیکه ټیګنه کړي.
دا یوه طبیعي پیښه ده او د وخت په تېریدو سره د دوی دا مهارت وده کوي؛ خو دا مهارت هغه مهال سمه وده کولای شي چې د هغه سره خبرې وشي.
دا چې د هغوی د ژبې زده کولو مهارت چټک دی که ټنکی، دا د هر ماشوم له ځانګړو ځانګړونو څخه ده. تاسو نشي کولای چې خپل په خوښه هغه ته ژبه زده کړی، خو کولای شي چې د هغه د ژبې زده کولو مهارت سره مرستندویه واقع شی.

په سر کې تاسو باید وپوهیږي چې څنګه کولای شی چې د ماشومانو سره د ژبې په زدکولو کې مرستندویه واقع شی او پوه شی چې ماشوم.

  1. د ماشوم د ژبې زده کولو مهارت، د پیدایښت سره سم پیلیږي
    ماشومان طبیعتا د غږونو سره لیوالیتا لري، تر شپږ میاشتنی پورې دوی له ځانه غږونه اوباسي او همداسې په کلک ‌ډول دې ته لیواله دي چې د هغوی سره خبرې وشي، حتی که هغوی د خبرو په مانا باندې پوه هم نشي.
    په دغه دوره کې د ماشوم سره غږیدا ډېر مهم دی او باید له ماشوم سره ډېرې خبرې وشي. ورو ورو هغوی ستاسو له غږ سره اشنا کیږي او د هغه کلمات چې تاسو یې په تکراري بڼه کوي، ځانګړي ليوالتیا پیدا کوي او ښایې د هغوی په مانا باندې هم پوهه شي.
    يادوونه: د ماشوم د ښه روزلو او پاللو لپاره اړینه بولم چې میندې دې خپلو ماشومانو ته د تشناب کولو لپاره ځینې خاص کلمات وکاروي تر څو هفوی په دې باندې پوهه شي چې هر وخت تاسو دغه کلمات کاروی، دوی باید خپل رفع حاجت وکړي. ځکه چې د څیړنې له مخې ماشومان دا وړتیا لري چې د ځینې کلماتو سره شرطي شي او د هغوی په مفهوم باندې پوه شي.
    د بېلګې په توګه: کله چې دوه درې میاشتنی ماشوم ته مور د تشناب کولو پر مهال یوه ځانګړی ویی وکاروي، ماشوم د هماغه کلمې سره روږد کیږي او هر کله د هماغه کلمې په یادولو سره ماشوم د تشناب کولو احساس کوي.
    هغه څه چې ما لیدلی او زموږ په سیمه کې دود دی، ماشومانو ته د عععه عععه ویی په ویلو سره، تشناب ته کښینوي، او همدغه ماشوم کله چې شپږ اووه میاشتنی شي(هر ماشوم د هغه د ودې پر اساس) خپله دا ویی کاروي او مور ته پوهوي/خبرداری ورکوي، چې د هغه د تشناب کولو شیبه ده.
  2. ماشوم ته غبرګون ښودل
    232092_131
    کله چې ستاسو ماشوم غږنه کیږي او له خولې یو ډول غږونه اوباسي، دا ډېر اړینه ده چې د هغه د غږونو یا په بل اصطلاح، د هغه د خبرو په وړاندې له ځان نه غبرګون وښایی، داسې ورته ښکاره کړی، چې ګواکې تاسو د هغه سره خبرې کوی یا د هغه د خبرو ځواب ورکوی. ستاسو دغه غبرګون د دې لامل ګرځي چې د هغه د ژبې زده کولو مهارت په ډېر چټکۍ سره وده وکړي.
    [کله چې ماشوم سره خبرې کوی، ورته نیغ وګوری! ځکه چې دغه نیغ کتل هغوی ته ځان ورته مهم ښکاري، یعني فکري کوي چې تاسو ورته اهمیت ورکوی.
    – همداسې خپل د ماشوم سره د هغه د خوښې شیان باندې بحث وکړی. ځکه دغه بحث کول هغوی اړ باسي تر څو ژبه زده کړي او همداسې تاسو ته په کتو سره، د خپل مخ غړې(ورېځې، شونډې، تندي او…) ښورول هم په سمه توګه زده کړي او د خبرو کولو سره مله کړي. (۲)
  3. ماشومان په اورېدلو سره، ژبه زده کوي
    ماشومان هڅه کوي د خبرو په ارېدلو سره، د خبرې او د هغوی د مانا ترمنځ یوه اړیکه ټنیګه کړې او په دې توګه د وییو مانا هم زده کړي.
    نو اړینه ده چې د هغوی سره د خبرو کولو پر مهال، هغوی ته د ځینې شیانو انځورونه ښکاره کړی او ورسره د هغه نوم هم واخلی، تر څو ماشوم د هغه شی او د هغه د نوم تر منځ یوه اړیکه جوړ کړي.
    که چیرې تاسو یوه ۶ تر ۹ میاشتنی ماشوم ته د یو «توپ» په ښکاره کولو سره د «توپ» ویی وکاروی، وروسته له څو ځلې تکرار سره، دا به عجیبه نه وي، چې کله تاسو د توپ نوم اخلی، ماشوم توپ ته ځیر شي او یا ورنه، پوښتنه وکړی چې: توب کوم دی؟ تر ډېر حده پورې دا امکان شته چې ماشوم هغه توپ ته ځير شي.
  4. د ماشوم غږنه کېدل:
    اووه اته میاشتنی ماشومان د نورو د خبرو په اورېدو سره هوښیاره کیږي، او وروسته دوی ځینې ویې دوی له خولې څخه اوباسې، چې مانا نلري؛ خو د مانا لرونکې ویېیو غوندې ده. لکه: دادا، بابا، ماما او ورته نور…
    په ټولیزه توګه ماشومان مخکې له لس میاشتني څخه د هغو خبرو په مانا چې دوی خپله کوي، نپوهیږي.
  5. وروسته له ۱۸ میاشتو څخه د ماشومان د ویی زېرمه زیاتیږي
    ورسته له لومړی کال څخه د ماشوم د ژبې زده کړې مهارت، چټکه وده لري. له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې لږ ټکنۍ ده؛ له ۱۸ میاشتو څخه تر ۲۴ میاشتني پورې، د دوی وده ډېر چټک دی. یعني په دغو میاشتو کې او له دې نه وروسته تر ۳۶ میاشتني پورې د ماشوم د ویېیو پانګه، څو سوه ویېیو ته رسیږي.
  6. زیات او بیا ځلې پوښتنې
  7. 232093_183

د دوه کلني پر مهال ماشومان ‌ډېري پوښتنې کوي. معمولاً هغوی یو شی ته اشاره کوی او له تاسو نه د هغه د نوم تپوس کوي. معمولا هر شی چې ووینې، ستاسو څخه د هغه د نوم په اړه پوښتنې کوي.
په ۳ کلني کې د ماشومان دا پوښتنې بیخي زیاتیږي. ښایې دا پوښتنې لږ ازار ورکونکي واوسي؛ خو باید د هغوي پوښتنې ته ځواب ورکړل شي. معمولا په دغه سن کې د هغوی ډیرې پوښتنې دا وي چې: دا څه شی دی؟ ولی؟ او ورته نورې پوښتنې.

  1. ژبه په تمرین او تکرار زده کیږي او وده کوي
    ځينې ۴ کلنه ماشومان ډېر ښه غږيږي. خو بیا هم ښایې چې په خبرو کې غلطي وي. پریږدی چې هغه ډېر خبري وکړي او په ډېر زغم سره د هغه خبرو ته غوږ ونیسی او په مینې سره د هغه تیروتنې ته اشاره وکړئ، تر څو هغه زده کړي چې څنګه خپلې تېروتنې سمه کړي، هیڅلکه د هغوی د پر اصلاح باندې ټینګار مکوی، ځکه چې هغه له بیا ډېر غږیدا څخه ډډه کوي. (۳)


د ژبې د زده کولو پروسه پر دوه بېلا بېل، خو سره اړوند ارواپوهنیز برخو باندې ویشلای شو.
۱– د ویي زېږونه(تولید)

۲- د ویی پوهېدنه (ادراک)

لومړۍ د هرې برخې پر پیژندنې باندې تم کیږو او وروسته د دوی یو له بلې سره اړیکې څیړو.

د ویی زېږونه:

په سر کې د ویی زېږونه پدیده پر پنځو واړه برخو باندې ویشو.

  1. غږنه کېدل: که څه هم څو میاشتني ماشومان خبرې نکوي، خو دوی له خولې څخه یو لړ غږونه اوباسي، لکه ډول ډول ژړل، د کوترو غوندې غان غون کول، هورت کول، توو کول او ورته نور غږونو ویستل. که څه هم دغه غږونه د خبرو کولو په مانا نده او کوم ځانګړي مانا هم نلري، خو دغه ډول غږونه د خبرو کولو لپاره لومړني هڅې دي. یعني ماشوم په دغه وخت کې زده کوي چې څه ډول خپل سا ایستل(تنفس) له اوازه سره همغږی کړي. چې وروسته له دې همدغه همغږۍ په یو ډول منظمو اوازو باندې بدلیږي: لکه: آ a، او u،   با pa ، ما ma، چې دغه یوه څپیزې غږونه ورو ورو  خبرو کولو ته ورته ویی ورڅخه جوړیږي. لکه  “با-با ba-ba ” ما-ما ma-ma ” دا-داda-da  او…
    همداسې ورو ورو دا لړۍ پرمختګ کوي تر څو د ماشو غږونه د هماغه ژبې چې یې تر اغیزه لاندې ده، ورته کیږي او د وخت په تېرېدو سره یوه وییزې وییو ویل باندې واکمن کیږي.
    د یادونې وړه ده چې هر ماشوم خپل د ماحول ژبې تر اغیزې لاندې غږونه باسې. که چیرې پښتنې ماشوم وي، پښتو ژبې اهنګ ته ورته غږونه اوباسي، که د ماشوم ماحول کې په چینایي ژبه باندې خبرې وشي، هغه چینایي ژبې اهنګ ته ورته غږونه اوباسي او ….
  2. د یوه وییزي وییو ویل:
    ماشومان څه وخت خپلې لومړني ویی په ژبه راوړي؟ جالبه به دا وي چې د دغې پوښتنې لپاره هیڅ کره ځواب نشته، ځکه چې په دې هکله شوي څیړنې دا جوته کوي چې د فردي توپیرونو په درلودلو سره ماشومان د څلور او ۱۸ میاشتو تر منځ خپل لومړنۍ ویی ادا کولای شي.
    دا توپیرونه کولای شي چې فکري، ذهني، فزیکي، او محیطي وي. خو دا توپیرونه تر ۳ کلنی پورې شته او وروسته بیا له برعکس کیږي. ځکه هغه ماشومان چې په ځند خوله خلاصه کړي، د هغوی پرمختګ ډېر چټکتیا مومي او خپل وروسته پاتې په دې توګه بېرته پوره کوي. ډېری نامتو پوهان هم په همدغه ډله کې راځي، چې یو د هغو له جملې څخه البرت انیشټاین و چې نوموړی په ۱۶ ماشتنی کې به خبرو راغلی و.
  • د دوه یا درې وییزې وییو ویل:
    په منځني توګه ماشومان له ۱۸ میاشتنی څخه وروسته، پر دوه وییزې یا درې وییزی وییو په کارولو باندې واکمن کیږي. په دغه وخت کې ماشومان په دومړه وړتیا نلري چې بشپړه نحوي ګرامري جملې جوړي کړي، خو هغوی د غوښتنې پر مهال خپل د هماغه زده کړي ویېیو په اوډلو سره خپل مقصد بیانوي او په دغه مهال د دوو شیانو د تر منځ شته اړیکې ته په پام کې نیولو سره، کولای شي چې خپل مفهوم د دوه یا درې وییزو ویېیو په ترڅ کې بیان کړي.
    د بېلګې په توګه: که چیرې وغواړي خپل مورته ووایې زه نور شيدې غواړم، نشي کولای چې بشپړه نحوي تړا پکښې ونغاړي. ښایې به ووایي: نور شيدې
    دلته په لاندې جدول کې څو مهمو مقصدونو/موخې ته چې ماشومان د دوه وییزې یا درې ویېزو ویېیو په ویلو کې خپل مقصد نورو ته رسوي، ښودل کیږي.

د ماشوم د وینا ډول           د بالغ ویونکی د وینا ډول                        موخه/مقصد

نور شیدې                        زه نور شیدې غواړم                        غوښتنې لپاره

بله مڼه                        زه یوه بله مڼه غواړم                        غوښتنې لپاره

زما ګیلاس                     دا زما ګیلاس دی                        خبرداری ورکولو لپاره

ادې ځای                        دا ځای د ادې دی                        د پوښتنې په ځواب کې

ښه هلک                        زه ښه هلک یم                    د ځان ښودلو او فخر کولو لپاره

احمد کور                        احمد په کور کښې دی                        خبر ورکولو لپاره

او داسې نور…   

 

IV.    په دې پړاو کې ماشومان کله چې دوه وییزې یا درې وییزې ویې زده کړي دي، نو دوی د ویېو زیرمې ورسره شته چې خپل خبره بشپړ کړې، او له دوو یا درېیو وییزو وییو له چاپیریال څخه ووزي او پر دې باندې حاکم شي چې د ځینې صرفي او ګرامري اداتو څخه په ګټه اخیستلو، جملې بشپړي کړي.

V.    د پيچلې کلماتو ویل:

وروسته له دې چې ماشومان د درې وییزو ویی له سرحد څخه تیر شي او د ګرامري اداتو په کارولو باندې پوه شي، هغه وخت بیا د دې توانایی پیدا کوي چې پیچلي جملات او اوږده ویناوي وکاروي، دغه پړاو کې دوی کولای شي چې پوښتنې جوړول وکړي، منفي جملات وکاروي، د کلماتو انتظام سره برابر کړي. (۴)

د ویی پوهېدنه (ادراک)

  • د ویی پوهېدنه، د خبروکولو زیږنده
    له هغه ځایه چې ماشومان پرته له ژبې دونیا ته راځي؛ نو اړینه ده چې د یوې ژبې تر اغیزه لاندې راشي. تر څو د هغه ژبه زده کړې یا د خبرو کولو جوګه شي. همداسې اړینه ده هغه وینا چې ماشوم د هغه تر اغیزې لاندې راځي، د هغه د چاپیریال سره اړوند وي او انځوریز شکل ولري. د بېلګې په توګه که مونږ ماشوم ته د «ډوډۍ» نوم اخلو، باید په هماغه چاپیریال کې ډوډي موجوده وي او یا همداسې که د «سپی» نوم ورته اخلو، هغه باید په داسې حال کې وي چې د ماشوم په ماحول کې سپي موجود وي او یا د هغه د غپاړي غږ واورېدل شي، پرته له هغه که زر واره ورته د سپی نوم واخلو، هغه دومره وړتیا نلري چې دا نوم یا د هغه مانا زده کړي او یا هم ورباندې سوچ وګړي.(۵)
  • انتزاعي کلېمې یادول (د ویې طرحه او ایجاد)
    کله چې ماشوم د پوهېدنې پړاو ته ورسیږي، وروسته له هغه دا وړیتا مومي چې هغه زیرمه شوي وییو څخه نوي او مانیزه اصطلاحات جوړ کري؛ خو مخکې له هغه اړینه ده چې د هماغو ویېیو تر اغیزي لاندې راشي. د بیلګې په توګه کله چې ماشوم وږي یې، مور یې د پوښتنې په ډول ورته ووایې: بچییه! وږی یې؟ دا هغه وخت ده چې لوږي په مانا پوهېږي او وروسته له هغه د لوږی ویی په جمله کې کارولي شي یا د په هماغه اصلي مانا باندې يې دا ویی اطراح کړي.
    یا کله چې ماشوم ولویږي، معمولا مور یا پلار او نور لومړنۍ ویې چې ورته کاروي، دا ده چې: خوږ خو نشوي؟! یا خوږ شوي؟!
    او همداسې که ماشوم وژاړي، ورنه پوښتنه کوي، کوم ځای خو دې درد نکوي. دا هغه وخت ده چې ماشوم دغه وییو باندې پوهیږي(یعني د درد او خوږوالي په مفهوم او مقصد باندې پوهیږي او کله چې دا شیان احساس کړي، نو د دوی په حافظه کې د یو مفهوم په توګه ځای نیسي) او د هغوی د طرحې کولو لپاره په هماغه خپل مانا باندې هم وړتیا مومي.
    نور ویې لکه: دروغ، وهل، ژړل، غوښتل او ورته نورو ویی باندې هم هغه وخت چې خپل په ما حول کې د هغوی سره په انځوریز بڼه مخامخ شي یا احساس کړي، پوهاوی پیدا کوی.(۶)
  • مانا غځونه او مانا کمونه:
    ډیر وخت ماشومان د یو ویی په مانا کې زیاتونه یا کمونه کوي. د بېلګې په توګه کله چې د ماما یا د کاکا نوم زده کوي، هغه د ټولو هغه سړیو لپاره چې مشران دي او دی یې نه پیژنې، کاروي. یا کله چې د شیشک یا بلا نوم زده کوي، هغه د ټولو هغو ډاروونکي شیانو لپاره چې دی ورڅخه ویریږي کاروي، چې د وخت په تېریدو سره بیا د کاکا او ماما او همداسې د ډاروونکي شیانو او نورو تر منځ په توپیر پاندې پوهیږي او دا ویې په هماغه خپله مانا یا مفهموم سره کاروي.
    همداسې ماشومان په ځینو مفاهیمو کې کموونه هم کوي. لکه: د موټر کلمه د موټر ویی یواځې د هغو موټرو لپاره کاروي چې په سړک کې روان دي. ولاړ یا پارک شوي موټرو ته موټر نه وایې، ځکه د هغه سره د موټر انځور یا مفهوم داسې ده، چې هماغه چالان او په لاره روان شیانو ته موټر وايي.(۷)

اخځلیکونه:

  1. مقدمه ی بر روانشانسی زبان/احمد شیباني/۱۲)
  2. له نې نې سایټ د ماشومانو مجلې څخه
  3. برترینها اینترنټي مجله/د خپریدو نيټه: ۱۳۹۲ د سلواغې ۸/ د خبرېدو کوډ: ۸۲۷۰۵/
  4. درامدي بر روانشناسي زبان/۲۷
  5. روانشناسي زبان/۲۳
  6. درآمدی بر روانشناسی زبان/۲۶
  7. وبلاګ روانشناسي تربیتي/ رشد زبان کودک/ لیکوال: علی رستم نژاد
  8. مولانا(جلال الدین بلخی)، مثنوی معنوی، دفتر چهارم/بخش ۱۰۰/ در بیان اینکه کلم الناس علی قدر عقولهم ولا…..

یادوونه: دا مقاله ما د خپل پایلیک لپاره لیکلی ده، ښایې نور هم پکښې بدلون یا زیاتونه وشي، او همداسې اوسنی لیکنه بیا سمولو ته هم اړتیا لري.

د ماشوم ژړا

د ماشوم ژړا:

gerye-nozad

د ماشوم نوم د ژړا سره مل دی. ځکه ماشومان له پیدایښت سره جوښت په ژړا پیلوي. که څه هم ژړا په پیل کې د ماشوم د ننی غړو د فشارونو لامله دي، خو ډېر ژر دغه ژړا د مور او د نورو څنګ لورې کسانو لپاره د پام وړ مفاهیم لیږدوي، تر ټولو ښه مفهوم د ماشوم له ژړا نه، مور اخلي.
د ایران پوهنتونونو د انساني علومو ادکاډیمي(سمت) په یوه څیړنه کې دا موضوع په ډېر وضاحت سره تشریح شوي ده چې لنډیز یې داسې ده:
د ماشوم ژړا که څه هم په ظاهري توګه د یو غږ په مانا ده؛ خو که ورته سم ځیر شو، ډولونه لري. د هر ځانګړي خوځښت سره، د ماشوم ځانګړي ژړا وي. زیاتره میندې وايې چې هغوی د ماشوم د درد ژړا، د لوږي ژړا، د قهر ژړا او ورته نور ژړاګانې په اسانی سره پیژني او توپیر یې کولای شي. شوې څیړنې هم د میندې دا ادعا سم بولي او د هغه د سپیناوی لپاره د شافر څیړنې ښه بیلګه ده.
د پروفیسور شافر Schaffer د څیړنې پر بنسټ، د ماشوم د لوږي ژړا په پیل کې منتظمه او ورو وي، خو وروسته ورو ورو مخ په زیاتېدو کیږي او د هغه د غږ څپې هم نا منظمه کیږي. څومره چې غږ یې لوړيږي، هغومره هم د هغه ازواز بې نظمه کیږي.
د قهر ژړا هم پیل یې همداسې وي، خو مراحل يې سره توپیر لري. د درد ژړا ناڅاپي پیلیږي، په سر کې په لوړ غږ وي، خو وروسته ورو کیږي، او له ځان سره یوه اوږده چوپتیا هم لري او په پای کې څو سلګې او د سا بندیدا راځي.
البته یو شی چې نباید هیر کړو، هغه دا دي چې ماشومان سره فردي توپیرونه لري، ښایي دا لړۍ له ټولو څخه یو شانته نه وي، کله په ژړیدا سره توپیر ولري او کله هم د ارامیدو په بهیر کې او همداسې د هلکانو او نجونو د ژړا توپیر هم شته.

اخځلیک: روانشناسي رشد/مخ ۳۱۶/لیکوالان: بېلابېل/خپرندویه ټولنه: سمت

دوه ژبیزم

دوه ژبیزم

لیکنه:عبدالقادر شعیب

1

بسم الله الرحمن الرحیم-الرحمن، علم القرآن، خلق الانسان علمه البیان

او همداسې د قرآنکریم لومړنۍ نازل شوی آیت شریف: اقرأ باسم ربک الذی………………..

د دغه تلاوت شويو ایتونو په پام کې نیولو سره، مونږ باید دې ته ځیر شو چې په رښتیا د ګړیدا پدیده خدای ته څومره مهمه پدیده ده چې د سپېڅلي کلام لومړنۍ خبرې دې، یعني د انسان له خلقت څخه وروسته ورته د خبرو کولو مهارت ورښیي.

لکه څنګه چې پاک خدای انسانان هست کړه، او هغوی یې په بېلابېلو قبیلو ووېشل، تر څو له هغوی څخه متفاوتې ټولنې جوړې شي، دنیا له يورنګۍ څخه لرې وساتي، او تنوع رامنځته کړي،هغوی  ته یې مختلفې ژبې هم ور زده کړې، چې دغه توپیرونه ښه څرګند شي. د نړۍ له پراخېدو سره ځینې هېوادونو ډېر پرمختګ وکړاو  ځینې هم د پرمختګ له کاروان څخه پاتې شول؛ نو همدې لوړو او ژورو  زمینه برابره کړه چې مهاجرتونه وشي او د ژوند د هوساینې لپاره د وروسته پاتې هېوادونو خلک، پرمختللي هیوادونو ته کډه وکړي او همالته استوګن شي. دغه خلک چې بل هېواد ته ستنېږي، ځان سره خپله ژبه هم انتقالوي، د دې لپاره چې په هر لحاظ د نوي هېواد په وګړو کې یې ژبه مدغم نشي، د دوی ژبه ورسره شته او په ورځنۍ چارو کې ورڅخه ګټه اخلي. او له بلې خوا په نوې ټولنه کې ژوند کول د دې تقاضا لري چې د اړیکو نیولو او د اړیکو پاللو په موخه د هماغې ټولنې له ژبې څخه هم کار واخیستل شي. چې دې پدېدې ته دوه ژبیزم او که هغه ټولنه لکه زمونږ هېواد افغانستان د څو ژبو څښتن وي، نو د دوه ژبیزم ترڅنګ بله پدیده د ګڼ ژبیزم په نامه رامنځته کېږي. دلته داسې پوښتنې راولاړېږي چې د دغسې یوې ټولنې ماشومان څنګه دوه ژبې زده کوي؟ څنګه يوه ژبه له بلې ژبې څخه جلا کوي؟ څنګه کولای شي چې د تداخل یا ګډوډي څخه مخنیوی وکړي؟ او په کلي توګه دوی څنګه کولای شي چې په ماشومتوب کې دوه یا څو ژبې زده کړي؟

دوه ژبیزم چې په انګریزې کې ورته Bilingual په عربي کې ذوللسانین او په پارسي کې ورته دو زبانګي وايي، هغه پدیدې دي چې په ګڼ ملیتي  (Multi National)میشتځایونو کې رامنځته کېږي. دوه ژبیزه هغو کسانو ته ویل کېږي چې په دوو ژبو باندې وپوهیږي، مهمه نده چې دواړه ژبې ګړنۍ ژبې وي، کولای شي یوه ګړنۍ او بله یې اشاري یا لیکنۍ وي. ډېری وخت ماشومان او په ځانګري توګه مهاجر شوي ماشومان دغې پديدې سره مخامخ دي، چې پر دغې موضوع تر ډېره حده څېړنې هم پر ماشومانو شوي دي.

د بېلګې په توګه: هغه پښتو ژبي ماشومان چې په مزار شریف ښار کې را لوییږي، هغوی په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې دوې ژبې زده کړي. یعني په کور کې مور او پلار سره پښتو غږیږي؛ خو په ټولنې او ښوونځي کې پارسي غږېږي. هغوی حتی کولای شي چې مخکې له څلور کنۍ څخه دواړه ژبې په پوره حاکمیت سره زده کړي.

یوه شخصي مشاهده چې زه یې لرم، هغه دا ده چې د طالبانو په وخت کې یوه کورنۍ له تخار ولایت څخه فراه ولایت ته کډه شوې، اوس د هماغې کورنۍ ماشومان سربیره پر مورنۍ ژبې(اوزبکي) په پارسي او پښتو ژبو روان غږیدای شي. دا ځکه چې دوی په داسې ټولنه کې ژوند کوي چې ډېری وکړي پښتو غږیږي او په ښوونځې کې چې تعليمي نصاب پر پارسي ژبه دی، هغوی پارسي زده کړې ده.

ارواپوهان او د ژبې څیړونکې وايې چې ماشوم ته د ژبو د زدکولو تر ټولو غوره دوره د دوی له ۶ ماشتنۍ څخه تر څلور یا پنځه کلنۍ پورې ده ، یعني ماشوم باید په څلور کلنۍ کې د ژبې د زده کولو له عمومي قواعدو څخه ووزي، که نه بیا وروسته نشي کولای ژبه په سمه توګه زده کړي.

د دغې موضوع په اړه د یو لړ څېړنې پایلې داسې راښيي چې ماشومان د دویمې ژبې زدکولو په برخه کې له لویانو څخه مخکې دي چې ډېری وخت دغه مسئله د لویانو د حسادت لامل کېږي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې په لوړ سن کې د دویمې ژبې د زده کولو لپاره کلونه زیار باسي خو بيا یې هم سمه نشي زده کولای. ولی ماشومان ډېر ژر او په ډېرې اسانۍ سره دویمه ژبه زده کوي او حتی د ځینو څېړنو له مخې، ماشوم مخکې له شپږ کلنۍ څخه د څلورو او له هغه څخه زیاتو ژبو د زده کولو وړتیا لري.

دوه ژبیزم ګټه لري که تاوان؟

په ټولیزه توګه ډېری خلک دوه ژبیز ښه بولی او وایې چې دویمه ژبه زده کول، د بل کلتور سره د هغوی په ژبه اړیکې نیولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده، یعني دوه ژبیز سړی،په دو کسان حسابیږي. په فردي ډول هم د دوه ژبیز سړی، د خپل ځان څخه د خوښۍ احساس ځان احساس لري. داسې کس به نه وي چې ونه غواړي دوه ژبې زده کړي.

خو ځینې کره کتونکي د دې مخالف دې ، دوی وايي چې دویمه ژبه بايد ژر زده نه شي، ځکه د دوی په اند د ماشوم پر زیرکتیا او تفکر باندې ناوړه اغېزه کوي او د ریاضیاتو یا نورو تجربي علومو په زده کولو کې پاتې راځي.

بله ډله کره کتونکي بيا د شلمې پېړۍ د زړې مفکورې پلوي کوي، دوی وايي: که چېرې یو ماشوم دویمه ژبه زده کړي، ګواکې د دویمې ژبې د کلتور تر اغیزې لاندې راځي.

دلته اړین بولم تر څو په دې …… کې د شوې څېړنې لنډیز رانقل کړم، چې د دویمې ژبې منفي او مثبت اغېزې څېړلی ده.

منفي ريپورتونه: د ۱۹۳۰ کال تر ټولو مهمه او اغیېزناکه څیړنه، امریکايي مادورا سیمت پورې تړاو لري. هغه چې په آوایو پوهنتون کې زده کړې کولې، د خپل منوګراف د لیکلو لپاره د لومړني ښوونځي له څو تنو زده کونکو سره مرکه وکړه چې نیم یې له چین، فلیپین، جاپان، کوریا او پرتغال څخه هاوایي ته مهاجر شوي و، او نیم یې هغه کسان و چې د هاوایي اصلي اوسېندونکي و. هغه وروسته له پرتلې دې پایلې ته ورسېد، چې د مهاجرو زده کونکو مورنۍ ژبه بېله او دویمه ژبه یې انګریزي وه، د انګریزي په املا او انشاء کې د هاوایي اصلي اوسېدونکو په پرتله زياتې ستونزې درلودې،ځکه خو دغه څیړنه د دې لامل شوه چې ځينې خلک د دوه ژبیزم پر خلاف شي.

مثبت ريپورتونه: ښاغلی سیمت د ژوند تر پایه پر خپل نظر ټینګار کاوه. خو د ۱۹۶۸ – ۱۹۷۶ کلونو تر منځ، چکي پروفیسور لمبرت کار لووسکې او د هغه ملګري بروك او تاکر هغه څېړنې چې پر یو ژبیزې او دوه ژبیزي ماشومانو یې په کانادا او فرانسې کې تر سره کړې وې، دا وښودله چې نه يوازې د دویمې ژبې زده کول د ماشومانو پر ذهنیت باندې منفي اغیزه نلري، بلکې همدغه دوه ژبیز ماشومان په تجربي علومو کې هم د یو ژبیزو ماشومانو په پرتله چټکه وده لري او همدارنګه د هغوی ټولنیزې اړیکې هم پیاوړي دي.

نتیجه دا ده: تر اوسه پوره داسې کره شواهد نشته چې دا ثابته کړي چې د دویمې ژبې زده کول، منفي اغیزه لري.

همداسې يوه بله ننګونه ده، چې د ځینو په اند، د دویمې ژبې زده کول د ماشومانو د ماغزو پر ودې منفي اغېزه لري. دغه ډله د ګوارد پر موندل شويو اسنادو تکيه کوي،هغه په کال ۱۹۷۱ کې خپله تجربه پر هغو ۳۰ يهودي ماشومانو چې امريکې ته مهاجر شوي و، ترسره کړه. هغه د ازموينې په توګه ۲۰۰ لغتونه له ۳۰ يهودي مهاجر شويو ماشومانو او ۲۵ امريکايي ماشومانو څخه وپوښتل، په پایله کې یې، له ۳۰ يهودي ماشومانو څخه ۲۵ تنه د فکري او ذهني ودې له لحاظه وروسته پاتې معرفي کړل.

خو برعکس د باین ویو څېړنې چې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې لکه: کانادا، فرانسې، هنګانګ، آلساکي او… کې ترسره شوي دي، ۳۰۰۰ ماشومانو چې نیم یې د دوه ژبې زده کولو تر اغیزې او پاتې برخه یې د یوې ژبې زده کولو تر اغېزې لاندې راغلي و، د ۸ ماشتنۍ څخه تر ۶ کلنې پورې، یعني د ۶ کلونو په اوږدو کې تر څېړنې لاندې ونیول شوه، په پایله کې دا ثابته شوه،چې برسیره پر دې چې دوه ژبیزو ماشومانو دوې ژبې په ښه توګه زده کړې وې، له خورا لوړ هوش څخه هم برخمن و.

پایله:

په اصولي توګه د دوو ژبو زده کول په دوو طریقو ترسره کېږي، یو دا چې لومړی ماشوم یوه ژبه زده کړي او بیا وروسته دویمه ژبه ورته زده کړي، او دویمه طریقه یې دا ده چې په هممهاله توګه کولای شی چې دوې ژبې زده کړي.

خو ارواپوهان وړانديز کوي ،د دې پر ځای چې ماشومانو ته د دوو ژبو زده کول په وقفه یي توګه تر سره شي که په همماله توګه ورزده شي، دا به ډېره ګټوره پرېوزې.

اندېښنه دا را ولاړېږي چې ایا ماشومان دا وړتیا لري چې د دوو ژبو پېژندګلوي وکړي او کله چې دویمه ژبه زده کوي، هغوی په دې باندې پوه دي چې د دوو ژبو د زده کولو په حال کي دي؟! پروفیسور پاتر په ځواب کې وایي: کله چې ماشومان د دو ژبو د زده کولو په ماحول کې راشي، هغوی د څو میاشتو په تېرېدو سره په دې پوهېږي چې دوی په دوو ژبو باندې خبري کوي، او حتی پوهېږي چې له کومو کسانو سره په کومه ژبه باید وغږېږي.

اخځلیکونه:

  1. استاینبرګ،دني/ درآمدی بر روانشاسی زبان// ژباړه: ګلفام، ارسلان
  2. کین، آیزنک/ روانشناسي شناختي حافظه/ ژباړه: ډاکټر زارع حسین
  3. اجسون، جین/ زبان و ذهن (روان-زبانشناسی) ژباړه محمد فایض
  4. Language universal/David W. Carol