افشار

سر بریده سخن ندارد!

هزاره ی خوب، هزاره ی مرده است!

خون هزاره مباح است!

هر زنده جان افشار، یک مرمي راکت! (watandar.at/2013/09/09)

و امثالهم از جمله شعارها و توصیه های جناب عبدالرب رسول سیاف و قهرمان ملی(احمد شاه مسعود) به عساکر تحت فرمان شان در فاجعه ی هولناک افشار بود.

Afshar

بلی! خون هزاره مباح است!

زیرا هزارها هموطن آنها نبودند، هم کیش هم آیین شان نبودند. از همه بدتر، هزاره ها اکثراً شعیه بودند. از نظر شاګردان مکتب اخوان المسلمین وقت(رباني، سیاف، فهیم و امثالهم) شعیه ها مشرک هستند(العیاذ بالله)، و این بهترین بهانه برای جهاد بود، رنګ دین را هم بخود ګرفته میتوانست.

یکی از برادران جماعت تبلیغ را پرسیدم که امر بالمعروف و نهی از منکر همیشه در قرآن در کنار هم آمده اند و معیار برتري امت حضرت محمد(ص) به همین نشانه است(كنتم خير أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنكر و ….. . آل عمران، 110). چرا در مقابل فساد حیران کننده وویران کننده در افغانستان اقدام نمیکنید که امت را تباه کرد؟! جواب ایشان خیلی ساده بود: “این کار در اصول ما نیست، ما فقط به امر بالمعروف ماموریم” حالا اینکه آیا این عالی جنابان برای طراحی و بنیان گذاری اصول شان ګدام مرجع برتری از قرآنکریم دارند یا خیر؟ را نمیدانم.

ممکن است اگر از آقای سیاف، ربانی و همفکران شان پرسیده میشد که در قران معیار مسلمان برتر، فقط به تقوا ست(انَ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم إِنَّ اللهَ عَلیم خبیر- حجرات،13) و همچنین در هیچ جای از قرآن و احادیث نبوي یادی از ارجحیت اهل سنت بر اهل تشیع، یا پشتون بر تاجیک و تاجیک بر هزاره نشده است. فرقه بندی و تبار بندی، صرف وسیله شناخت ذات البیني است، نه معیار توفق (يأيها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفو- حجرات،13) همچنین حدیث پیامبر (ص) است که حضرت شان میفرماید: مردم! آگاه باشید که پروردگارتان یکی است و پدرتان نیز یکی است، بنابراین بدانید که نه عرب بر عجم و نه بالعکس، و نه سیاه بر سفید و نه بالعکس هیچ برتری ندارد مگر به تقوا. آیا این حقیقت را ابلاغ کردم؟ گفتند: آری. فرمود: حاضران به غائبان ابلاغ کنند.

نمیدانم آیا جناب پروفیسور رباني که خودش عالم دین بود، معني این آیات را نمی فهمید و یا جناب سیاف که شیخ الحدیث است، تا کنون به این حدیث مشرح و واضح سر نخورده است؟! که اینګونه فتواهای خلاف قرآن و حدیث را صادر مینمودند، روی کدام اصل و شریعت؟

اګر واقعاً شعیه ها را از دایره ی اسلام بیرون میدانید، پس چرا با آصف محسني همکاسه شدید و بر علیه مردم بیدفاع منطقه افشار تیغ کشیدید؟!

ازینجا ثابت میشود که فاجعه ی افشار هیچګونه بنیه ی دینی و عقیدوي نداشته و یک جنایت کاملا غیر اسلامي است.

در ضمن، اګر مسئله قومي بود، پس چرا بعد از فاجعه ی افشار، باز هم رهبران احزاب هشتګانه همدیګر را میلیسیدند و یکی برای دیګر جان فشانی میکردند؟

جالب اینست که هدف عمده ی این جنګ، محو کردند حزب وحدت نامیده شده بود، نمیدانم چرا مزاری رهبر حزب وحدت و قوماندانان ارشدش، هیچکدام حتی بینی شان خون نشد؟ در حالیکه بیشتر از ۵۰۰۰ زن و مرد، طفل و پیر، عسکر و فدایی هزاره معصومانه به طرز فجیعي به شهادت رسیدند، ګروګان ګرفته شدند، مورد تجاوز قرار ګرفتند و زنان شان به عنوان اسرای جنګي! به جاهای نامعلومي انتقال داده شدند.

نمیګویم که مزاري با احمدشاه مسعود و سیاف مخفیانه پرتوکول قتل عام هزاره ها را امضا کرده بودند، ولی این را هیچکس نمیتواند انکار کند که مزاری سیلی از جوانان کمر بسته ی هزاره را پیش مرګ خود کرد، همچنانکه از زمان تاسیس افغانستان تا کنون رهبران پشتون ما این کار را کرده اند و هنوز هم ادامه دارند.

قتل عام وحشتناک افشار که قلم از نوشتن آن عاجز است، اشک هر انسان باوجدانی را جاری میسازد، ولی نمیدانم که چطور قلب های سنګ این قصابان تاریخ را نلرزاند و حتی به سادګی از آن انکار میکنند.

هیچګاه یادم نمیرود، وقتی رشید دوستم از ارتکاب جنایاتش نزد مردم بطور رسمي عذر خواهی کرد، که به هیچ وجه این عذر خواهی کافي نیست (۸صبح ۱۶ میزان ۱۳۹۲) و توقع میرفت که دیګر قصابان نیز این عمل سمبولیک را انجام دهند؛ ولي عکس العمل سیاف چنین بود: “من حتی یک میلیونم حصه ی مسئولیت کشتار جنګ های داخلی را به عهده نمیګیرم”(طلوع نیوز ۲۲ میزان۱۲۹۲) اسماعیل خان و محقق گفتند: ما جهاد کردیم، رنج دیدیدم، قرباني دادیم، مردم باید از ما معذرت بخواهند.(خبرګذاری جمهور، ۲۰ میزان ۱۳۹۲)
بلي، مردم معذرت بخواهند.

          درست است، شاید ما بی خبر باشیم، ولی تاریخ هنوز فراموش کرده است که عساکر تحت قومانده ی جناب سیاف از منطقه کمپني پغمان و قرغه، افشار را راکت باران مینمود و نیروهای ربانی(دولت اسلامی!)، تحت فرماندهی احمدشاه مسعود از کوه آسمايي با مدرنترین اسلحه ی روز(توپهای بِی اِم BM-40 ، BM-22 و راکت اندازهای BM-12 (mounted cubes of 12)، راکت اندازسکر 18، هاوان های 120mm، هاوان های 82، و D 30 (ویا ” DC”) و توپ هاس mm105) مردم بې دفاع افشار را شبانه روزي اماج قرار داده بود. (سازمان دیدبان حقوق بشر، 2010).

تاریخ شاهد است که رهبران سیاسی ما چګونه با به ګوش کردن حلقه غلامي شیخهای ایران، وهابی های عرب، اخوانی های مصر، سیک های پنجاب، مسیحیان غربي، کمونیست های روسیه و چین و… چه ظلمی را بر ملت مظلوم افغانستان نکردند. میلونها فامیل را دغدار کردند، اطفال را یتیم و نوامیس را بی عزت و انواع وطن فروشی ها را کردند، ولی خم به ابروی شان نیاوردند و فقط به فکر جیب خود بودند و برای رسیدن به مقام و ثروت، حتی از اولاد و فامیل خود ګذشتند.

نهایت درد آور است که بجای محاکمه ورفتن به چوبه ی دار و یا پشت میله های زندان، فعلا در بهترین موقف های دولتي قرار دارند و از پشت شیشه های دودي کروزین های شان به چهره ی خاک آلود یتیمان و بیوه زن های باز مانده از جنګ شان می بینند.

این حیوان صفتان نمایندګی از هیچ قومي نمیکنند و برعکس فقط از قوم پله میسازند تا خود را به بالاها برسانند، فاجعه ی افشار و صدها مانند آنرا انجام داده و زود فراموش میکنند.

افشار تنها درد هزارها نیست، من(پشتون) هم خود را شریک غم و هم درد عزیزان هزاره ی خود دانسته و برای اعاده حق شان و بازخواست از جنایتکاران صدایم را بلند میکنم.

افشار زخمی ست که هر دم تاز میشود، هیچګاه هیکس فراموش کرده نمیتواند، بجز آنهاییکه فاقد وجدان هستند و هیچګونه مسئولیتی را به عهده نمیګیرند، و بودند کسانی که نقش مهمی درین کشتار داشتند، ولی کمی وجدان برای شان هنوز مانده بود، حتی یک لحظه نمیتوانستند فراموش کنند.

به نقل از بعضی منابع، جنرال فهیم هر وقت میخواست پنجشیر برود، برای دریورانش دستور میداد از راه غرب کابل و مناطق نزدیک سیلو و افشار نروند، چون با دیدن افشار بیاد وحشی ګری های دهه یی هفتاد و قتل های که او در افشار انجام داده بود، میافتاد و عذاب وجدان میګرفت.

بهر حال! افشار درد ملی است، نه تنها وظیفه ی هزاره هاست که صدای داد خواهی را بلند کنند، بلکه فرد فرد ملت افغان شریک این درد است و باید همګان با عزیزان هزاره، تا آخرین رمق زندګی، ندای عدالت و به محاکمه کشیدن جنایتکاران را سر دهند.

به امید روزیکه دادخواهی مظلومان شوند و یا آه مظلومان دامنګیر ظالمان شود.

عبدالقادر شعیب

Advertisements

د افشار ټول وژنه، کرغیړنه جهاد

     افشار او کرغیړنه جهاد

     لیکنه: عبدالقادر شعیب

Afshar

     له نن څخه پوره دوه ویشت کاله وړاندې، په کال ۱۳۷۳ د سلواغې په ۱۱ د کابل په افشار سیمه کې د هغه وخت دولت لخوا ناتاره یرغل او عامه وژنه تر سره شوه چې د افشار پیښې په نامه د تاریخ په پاڼو کې د سره رنګ سره ولیکل شو.

     «د افغانستان لپاره د عدالت پروژه» یو خپلواک او غیر دولتي بنسټ دی، چې په افغانستان کې د افشارو او ورته نورو نظامي عملیاتو په اړه د ۱۹۷۹ کال څخه تر د ۲۰۰۱ کال پورې پلټنې کړي او په خپل هغه ریپوټ کې چې د ۲۰۰۵ کال د جنوري په میاشت کې خپور کړ، د دغو عملیاتو په اړه داسې سپړنه کوي.

    *دغه ډله ییزه وژنه چې د ۱۹۹۳ کال د فبروري په لسمه نیټه پیل شوه، ټول هغه ځواکونه چې په دی جګړه کې یې ګډون درلود، مخکې له یرغل څخه د کابل دننه او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي وو*.

افغانستان د اسلامي دولت اصلي موخه د عبدالعلي مزاري وحدت ګوند ځپل او د هغوی سنګرونه نیول او د خپل سرتیرې ځای پرځای کول و.

      هغه مهال د ځانګړو عملیاتو مسوولیت د استخباراتو رییس جنرال محمد قسیم فهیم پر غاړه درلود، پرسونل یې په دې بریالي شو، چې د افشارو شاوخوا شیعه ځینې خاین قومندانانو سره اړیکې ټینګې کړي او د اسلامي دولت د یرغل لپاره د هغوی د مرستې هوکړه خپله کړي.

     د عیني شاهدانو په وینا، د جمعیت لوړ پوړو قومندانانو د (سیاف) اتحاد ګوند جګپوړو قومندانانو (شیرعلم او زلمی طوفان) او ستر شیعه متحد سید حسین انوري سره او د افغانستان د اسلامي دولت نظامي سلاکارانو سربیره، د مسعود په مشرۍ له عملیاتو دوه ورځې وړاندې د بادام باغ په نظامي قرارګاه کې غونډه درلوده. له یرغل څخه یوه ورځ مخکې بله جلسه د انټرکانټیننټال هوټل ترڅنګ د کارته پروان په سیمه کې د استخباراتو په یو خوندي کور کې ترسره شوه. مسعود له همدې کور څخه د عملیاتو د خونې په توګه ډیر کار واخیست. دې ته ورته یوه غونډه له جګړې څخه یوازې یوه ورځ مخکې په پغمان کې د اتحاد ګوند د قومندانانو سره د سیاف په مشرۍ را وبلل شوه. د دې ټولو غونډو اصلي موخې د قومندانانو روزنه او په ځمکنۍ حمله کې د هغوی د نقش څرنګوالی و.

     د اسلامي دولت ځواکونو د ۱۹۹۳ کال د فبرورۍ په ۱۰-۱۱ د کابل په لویدیځه څنډه خپل سر تا سري بمبار د ټولنیزو علومو انسټیټوټ په څلور خواو، افشارو او د ښار په نورو شیعه میشتو سیمو پیل کړ. د نظامیانو پرمختګ د ۱۱ فبرورۍ د سهار په ۵ بجو پیل شو او دا هغه وخت و، چې جنګ نور په ټوله مانا شروع شوی و. د نظامي قطعې لومړنی پرمختګ د بادام باغ له لورې د افشارو شاته د رادار غونډۍ ته و. د افغانستان د اسلامي دولت ځواکونه پرته له ځنډ او مقاومت په دې بریالي شول، چې د یادې غونډۍ لوړې څوکې ونیسي او د وحدت ګوند مهم دفاعي سنګرونه ورمات کړي.

     دا هغه مقدماتي راپورتاژ ده چې د پیښې د رامنځته کیدو د څرنګوالي په هکله لږ اثبات وړاندې کوي، خو دا چې د افشار په سیمه کې څوک ول او جګړه چاته زیان ورسوله، هغه بیله خبره ده.

     په افشار سیمه کې ډېرې وګړې شعیه ګان او په خاص ډول هزاره ګان ول، چې د دغه شومه جګرې قربانیان شول. په ډله ییزه توګه ووژل شول، کورونه یې لوټ شول، پر ښځو او ماشومانو باندې جنسي تیرۍ وشوه، ځینې ښځې د جنګ اسیرانو په ډول نامعلومو ځایونو ته ولیږدول شول، ډول ډول نارواوي وشول او تر ټولو ستر زیان یې، بې دفاعو هزاره ولس ته ورسیدل.

      تر ټولو عجیبه خبره دا ده، چې د جکړه موخه د وحدت ګوند ځپل، عبدالعلي مزاري نیول او د هغوی پوځي توان له منځه وړل اعلان شوی و؛ خو په دې جګړه کې نه مزاري ووژل شو او نه دهغه ستر قوماندان، بلکې له ۵۰۰۰- ۷۰۰۰ پورې بیګناه هزاره ولس شهیدان او د زرګونو نورو د ترهول او له افشارو څخه د ټښتیدنې لامل شو. افشار هغه تر ټولو امنه سمیه په کنډواله واوښتله شوه او په یوه خوفناکه ځای باندې بدل شو، تر اوسه پورې د جګړې نښې پکښې له ورایه څرګنده ده.

دلته دې پایلې ته رسیږو چې د افشار پيښه، سره له دې چې سیاسي جګړه وه، خو پکښې ستر ایدیالوژیک هدف پروت و، چې د هغه نتیجه د ولسونو ترمنځ کریکه ایجادول، اختلاف زیږول او یو له بلې څخه لیرې کول او دښمن کول و.

    د همبستګي ویپانې (http://www.hambastagi.org/)په حواله، هغه جنګیالي او نظامي- سیاسي ګوندونه چې په یادو جنایتونو، خیانتونو، لوټماریو او جنسي تیریو کې لاس لري، جمعیت، وحدت، اتحاد او حرکت ګوندونه دي.

جمعیت اسلامي:

۱- رباني د جمعیت ګوند مشر او د وخت د اسلامی دولت رییس
۲- مسعود د اسلامی دولت د دفاع وزیر او دافشارو د ټول وژنې طراح
۳- محمد قسیم فهیم، د استخباراتو رییس او د ځانګړو عملیاتو مسوول
۴- بسم الله خان، د جمعیت د عملیاتو قوماندان
۵- حاجی الماس، د جمعیت قوماندان
۶- انور ډنګر، د فرقی قوماندان او د افشار په عملیاتو کې په تجاوز تورن
۷- ملا عزت، د فرقې قوماندان او د افشار په عملیاتو کې په تیریو تورن
۸- محمد اسحاق پنجشیري، د لوای قوماندان چې په برید کې شریک و
۹- حاجی بهلول پنجشیري، د لوا قوماندان او په افشارو باندې برید کوونکې
۱۰- بابه جلندر پنجشیري، د لوا قوماندان چې په عملیاتو کې ګډون درلود
۱۱- خانجر آخوند پنجشیري،د کنډک قوماندان او په برید کې شریک
۱۲- باز محمد احمدي بدخشاني، د فرقې قوماندان او د قرغی له لوری برید کوونکې

اتحاد اسلامي ګوند:

۱- عبدالرب رسول سیاف، د اتحاد اسلامي ګوند مشر، او د پورته ذکر شوي جنایاتو مستقیم او یا غیر مستقیم مشر چې په دی اساس د جنګې جنایتکار په حیث په یاد ګزارش پیژندل شوی.
۲- حاجی شیرعلم، سیاف پوری تړلی فرقې قومانداناو د عملیاتو اولی او دوهمی ورځې د جنایاتو مسوول او د عملیاتو اصلې پلانونکې
۳- زلمی طوفان، د ۵۹۷ لوای قوماندان او د افشارو د عملیاتو اولی او دوهمی ورځی جنایاتو مسوول او د عملیاتو طراح
۴- ډاکتر عبدالله، د کنډک قوماندان او په افشارو باندۍ د عملیاتو قوماندان
۵- جګړن نعیم، د کنډک قوماندان او د افشارو د عملیاتو قوماندان
۶- ملا تاج محمد، د عملیاتو د پلانګزار
۷- عبدالله شاه، په افشارو کې د نظامیانو مشر او انسان تښتونې او نیونې مسوول
۸- خنجر، چې د عملیاتو په دوهمه ورځ یې خپل ځواکونه په افشارو کې ځاي پر ځاي کړل
۹- عبدالمنان دیوانه، د کنډک قوماندان او افشارو د ټول وژنې شریک
۱۰- امان الله کوچی، د کنډک قوماندان او د دویمي ورځې دعملیاتو قوماندان
۱۱- شیرین، د کنډک قوماندان او د افشار دعملیاتو د دویمی ورځي ګډونوال
۱۲- مشتاق لالی، د غنډ قوماندان او د عملیاتو د دویمی ورځي ګډونوال
۱۳- ملا کج کول، چې د افشارو په عملیاتو کې خپل نظامیان په دویمه ورځ ځای پر ځای کړل

وحدت ګوند:

د وحدت ګوند ځواکونه چې مشری یې عبد العلي مزاری کوله په یادو کالنو کې د ولسي وګړو په نیونو، تښتونو، ربړونو او په جنسي تیریو تورن دي. د وحدت ګوند هغه وخت په جنایت بوخته قوماندانانو نوم لړ په لاندې ډول دی.
۱- عبد العلي مزاري د وحدت ګوند مشر
۲- عبدالکریم خلیلي د وحدت ګوند مرستیال
۳- محقق د وحدت ګوند قوماندان
۴- شفیع دیوانه د کابل په لویدیځ کې د وحدت جنایتکاره قوماندان
۵- ناصر دیوانه د کابل په لویدیځ کې د وحدت جنایتکاره قوماندان
۶- عبد الواحید ترکمني
۷- محسن سلطاني
۸- طاهر طوفان
۹- صداقت جوهري
۱۰- قوماندان بهرامي

حرکت اسلامي ګوند:

په یاد ناورین کې د حرکت اسلامی ګوند رغنده رول لوبولی او د جمعیت او اتحاد ګوندونو جنایاتو ته یې لار هواره کړه. د برید د پیل څخه تر پایه پوری په یادو عملیاتو کې برخه درلوده.
۱- محمد آصف محسني ګوند مشر
۲- سید حسین انوري د ګوند سرتاسری قوماندان او د افشارو د ډله ییزی وژنې پلان جوړونکې
۳- محمد علی جاوید د حرکت ګوند قوماندان او د افشارو د عملیاتو قومندان

     په یاد نوملړ کې هغه کسان چې د دغې پیښې اصلي پلان جوړونکي او پلې کونکې ول، نه یوازې دا چې محاکمه نشوله، بلکې لا د هغوی موقف لوړ شو، عزت او شتمنۍ يې وموندله، د حکومتونو په لوړو څوکيو کې ډډه ولګوله او تر اوسه پورې دا غافل ولس هغوی ته د پیغمبران په څیر درناوی لري.

     د دغې پيښې اصلي طراح (احمدشاه مسعود) ته د (ملي اتل) لقب، برهان الدین رباني ته د (سولې شهید) او زامنو ته يې میراثي څوکۍ او وزارتونه، قسیم فهیم ته د (مارشالي) لقب او میلونونو ډالر جایداد ورپه برخه شوه، رسول سیاف ته پارلمان وکالت، تجارت، او … ور په برخه شول، بسم الله محمدي په دفاع وزات باندې ونازول شو، عبدالعلی مزاري ته د هزاره غافله اولس لخوا د بابه لقب ورکړل، اصف محسني د ستر روحاني مشر په سترګه کتل کیږي، کریم خلیلي ته د ولسمشري معاونیت، حسین انوري ته د ولایت مقام او داسې نور ورته کسان هم په خپل نوبت کې نازول شويدي چې دلته یې د یادلو وړ ندی.

     دا عجیبه د مجازات او مکافات سیسټم دی، هغه کسان چې د ۵۰۰۰ او یا ۷ زرو بې ګناه کسانو په ټول وژنه کې ښکیل دي، د دې پر ځای چې مجازات شي، داسې نازول کیږي!

     یوه بله ناروا چې د دغو وحشیانه اعمالو باندې پرده اچونه ده، هغه داد ه چې د دغې دورې ته چې پکښې لسګونه زره بې دفاع ولس، په شمول د پښتانه، هزاره ګان او نور، په ټولیزه توګه پرته له کومه محاکمه ووژل شول، د افشار، مزار، کندهار او دښت لیلي غوندې ‌ډله ییز وژنې پیښې ترسره شول، د جهاد او مقاوت دورې نوم ورکوي او غواړي چې خپل دغه جنایات په دې ډول اسلامي پوښ ورکړي، ورته د جهاد رنګ ورکړي، چې په دې توګه د جهاد نوم هم بد کړي.

    هیڅکله مې نه هیریږې چې کله دوستم د خپل کړې جنایتونو له کبله، د خلکو نه بخښنه وغوښتل، دا تمه کیده چې تورن اسماعیل، محقق، سیاف، ملک، فهیم او داسې نور جنایتکاران هم له خلکو نه بخښنه وغواړي؛ ښاغلې سیاف په خپل هماغه تونده اخواني لهجه وویل: “من یک میلیونم حصه ی مسئولیت کشتار مردم را در جنګهای داخلي به عهده نمیګیرم” تورن اسماعیل او محقق وویله: باید خلګ له مونږ څخه بخښنه وغواړي چې په دې جګړو کې زهیر شوې یو.

     په واقعیت په دغه جګړو کې فهیم، اسماعیل، سیاف او محقق غوندې کسان سخت زهیر شول. فهیم ته له لبنان او دوبی نه مڼې او ځانګړي شراب راتله، په کابل او پنجشیر کې ماڼې ځانته جوړ کړه، وړونه یې د تجارت په نوم بیت المال چور کړه او خپل یې هم د همدغه وینې تویولو په برکت، د مارشالي برچسپ سره د ولسمشری معاونیت ته تکیه وکړه، سیاف وکالت تر لاسه کړه، ځان ولسمشری ته نوماند کړه، دهغه دبدبه خو ټول ولس ته ښکاره دي، اسماعیل، محقق او نور هم همداسې.

     اوس چې د افشار غیر اسلامي، غیر انساني او کرغیړنه جهاد د پیښې په شلمه کلیزه کې یو، نه دا چې په تېر شلو کلنو او تر اوسه پورې د افشار د عام وژنې عاملین محاکمه نشوله، لاهم واکمن کیږي او د ملت وینه څښې.

     هیله او غوښتنه مو دا ده چې د انتقالي عدالت پروسه پیل شي، ټول جنګي جنایتکاران د عام ولس په محضر کې په عادلانه ډول محاکمه شي، د هغوی ټول شتمنې چې د ملت له وینې څخه لاس ته راغلی، کنګل شي او د دغې دورې زیانمنو کونډو، یتمیانو او بې وزلو ته وویشل شي.

د همدې ورځ په هیله

د ښځو نړیواله ورځ

زما د وطن ښځي نړیواله ورځ نه غواړي!

پرته له تعلیم څخه نور هیڅ شی هم نه غواړي
نه نړیواله ورځ، نه نمایشي پروګرامونه او نه هم د دوی په نامه چیغې او نارې
فقط تعلیم د ځان لپاره او هم د خپلو نارینه وو (زوی، ورور، پلار او میړه) لپاره
د ځان لپاره چې خپل په حق او وجایب باندې پوهه شي او د نارینه وو لپاره چې د دوی حق ته درناوی وکړي.
اتم د مارچ چې اوس د ښځو نړیواله ورځ په نامه یادیږي بیخي نوي خبره ده. اصلا دا ورځ د ښځو د حق غوښتلو ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې د ښځې محرومه طبقه د خپلو حقونو د بیا اخیستلو لپاره ډګر ته راووت
په افغانستان کې کلونه کلونه کیږي چې د ښځې په نامه پروګرامونه جوړیږي، وروکشاپونه او سیمنارونه جوریږي.
پیسي او وقت لګیږي، خو هیڅ پته نشته چې څه لاس ته راوړنه لری، بیخي د ښځو حق، د یوه پروژه غوندې ده او هر څوک خپله په طبعه باندې اجرا کوي.
زما د وطن ښځه اوس هم هماغسې محرومه پاتې ده. تعلیم نلری، روغتیایی خدماتو ته لاس رسئ نلري، خپله په خوښه د واده کولو حق نلری، په بد ورکول کیږي، د مال په شان خرڅیږي، میراث څخه محرومه ده او سلو نورو بدبختیو سره مله ده
دا هغه حقونه ده چې شریعت ورته ورکړی ده، خو موږ ترې اخیستی ده

تر څو چې زما د وطن ښځه خپلو انسانې او شرعی حق څخه په پوره توګه برخمنه نشي، داسې درواغجنه ورځ هم نه غواړي.

د ښځو نړیواله ورځ

میلاد نور مبارک باد

میلاد نور مبارک باد

إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ الاحزاب

میلاد نور حق، منجی عالم بشریت، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم بر همه جهانیان مبارک باد.
امیدوارم این چراغ هدایتی که توسط حضرت محمد صلی الله علیه و سلم، 1403 سال قبل از امروز افروخته شده است، همچنان تابان و جاویدان باشد.
و مارا خداوند هدایت نصیب کند تا روش های نیکوی آنجناب (ص) را الگوی زندگی خود قرار بدهیم.

دنيا، شاداب و جوان ميماند؛ اگر سطري از اندرزهاي تو را به كار بندد؛ همچنانكه منبر و مسجد و مأذنه از ذكر و نام تو فعال ماندهاند.

تو را نشناختيم
يا رسول اللّه (ص) ، تو را نشناختهايم و فقط ميدانيم كه نامت بر همه كائنات ترجيح دارد. چگونه ميتوان شعاع دايره خوبيهايت را ترسيم كرد؟ «مدينه» با آن عظمتش، هيچگاه ادعا نميكند كه تو را شناخته است.
چگونه در خيال خام دنيا، رفتاري براي هم اعصار ميگنجيد؟

يا نبي اللّه صليالله عليه وآله ؛ مگر ميتوان بر سنت شريف تو بوسه نزد؛ حال آنكه پاسخگوي تمام نيازهاي روز است؟! اين درست كه تو را نشناختهايم، اما همه هستي ما از احترام به نامت ميگويد كه بيت بيت، قصيدههاي روشن در دلها ميكاري و نور ميپاشي در چشمهاي خاك.

د څلې یا یلدا شپه

د څلۍ یا یلدا شپه

د څلې شپه د خوږو ملګرو سره
که څه هم د دغه شپه په سبا باندې موږ سخته ازموینه لرو، خو بیاهم څلې یا یلدا مو له یاده ونه ویسته
ګران ټولګیوالو، هر یو
ښي خوا څخه: فریدالله مېرخیل، زه، محمدنذیر دانش او نهیب الله عصمتی

عاشورا پیام شهامت

یکهزار و سیصد و هتادو چهارمین سالگرد شهادت امام حسین رضی الله تعالی نواده پیامبر اکرم صلی الله علیه را به تمام امت مسلمه تسلیت عرض میدارم.

جهان اسلام که امروز غرق آشوبها و ناهنجاری های روز افزون است، نیاز به رادمردی چون حسین دارد که با پیش قدمی، سرسپردگی، جانفشانی، شهامت و مردانگی بدون ریای خویش، سکان این کشتی متطلاطم را به سوی ساحل خوشبختی رهنمود سازد.

به امید قدعلم کردن حسین های نترس در برابر استکبار و طاغوت جهانی امروزی.!

056

د حضرت عمر فاروق (رض) د شهادت تلین

د محرم الحرام لومړۍ ورځ، د ستر پیغمر (ص) خسر او د هغه دویم ځای ناستی، د اسلام تر ټولو عادل خلیفه، د عشره او مبشره سالار، د ایران فاتح، د ښه عدالت پلی کوونکی، او د اسلام بې ساری او بی باک خپرونکی شخصیت، حضرت عمر فاروق(رض) د شهادت تلین.

هیله من یو چې موږ ته خدای هدایت ورکړی چې د هغه شخصیت ځانته د یوه بیلګې په شان وټاکو او د هغه کړني خپل په ژوند تګلاره کې پلی کړو.

عکس

11 سیتمبر

11 سیتمبر

این روز تحول عظیمی را در جهان ایجاد کرد، تحولی که همه ی دنیا را آزرد، انارشی تازه و با چهره و رنگ متفاوت!!!

برای آمریکا زمینه ی ظغیانگری و تحقق آرمانهای پلیدش را بخشید ولی افغانها را به خاک و خون کشید>

القاعده، اسامه، طالبان، فروشی مرکزتجارت جهانی به اسراییل و جابجایی مواد آتش ز درآن، حمله به برجهای دوقلوی تجارت جهانی، منع تحقیقات بر فرو ریختن برجها، اشغال افغانستان، کشتن اسامه و بسته شدن پرونده ی تحقیقات علیه آن، حمله به عراق، حمله به فلسطین، فروریختن نظم و نظام در مصر، کشتار در سوریه، خزان عرب و…… موارد دیگر ازین قبیل، همه دسایس آمریکا بود و تباهی ملتهای مظلوم و مسلمان.

القاعده در پاکستان و اسامه در دریا غرق شد، ولی مردم در دهات و شهرهای افغانستان هنوز در خون غوطه ور هستند.

نمیدانم این را کدام منطق احمقانه میپذیرد که کشتن مردم بیگناه و بی آزار در گوشه و کنار افغانستان به نفع ثبات جهان است؟؟؟

اگر هدف اسامه بود، که رفت> پس چرا هنوز هم مردم ما را که فعلا مظلومترین مردم تاریخ است بیگناه به قتل میرساند؟؟؟



بازهم 11 سبتمبر

اما این بار به نفع افغانستان چرخید، امیدوارم که چرخ گردون همیشه برین پهلو بچرخد.

این پیروزی سرآغازی باشد برای پیروزهای بعدی

امیدوارم که سیاستمداران ما هم از تیم ملی فوتبال یاد بگیرند و ملی شوند تا مردم را خرسند بگرداند.

امیدوارم هر 11 سبتمبر برای افغانستان روز به یادماندنی تاریخی باشد

د مور ورځ په یاد

مورې!

دا د ژوندون جبر
د
ی، چي له تا څخه لېرې
یم، يو بل په مياشتو میاشتو نه وينو او له خپل حاله سم نه خبرېږو.

هېر مې نه ده؛ خوشاله کورته راغلم، ته هم خوشالي وې. پرته له دې چې زما د
خوشالۍ پر لامل پوهه شې، پر شونډو دې موسکا خوره شوه.

زه پوهېږم چې زما خوښي ستا خوښي ده.

ستا دا جمله لا اوس هم زما په ماغزو کې انګازې کوي: ((ولې زويه؟!))

زه غمجن کورته راغلی وم. ستا په ژړغوني؛ خو مينه ناک انداز نورې جملې هم
وويلې:

((ګرانه ولې داسې غمجن ښکارې!؟ زما د زړه پر ټوټه باندی څه شوی ده؟))

ستا همدا پوښتنې زما د خپګان د له منځه وړلو لپاره بس وې.

او

ستا غيږې تل د مهربانۍ او ښېرازۍ احساس راکاوه.

مورې!

اوس جسما زما او ستا تر منځ سلګونو میله واټن دي؛ خو زه لا هم ستا سيوری تر
خپل څنګ وينم. فکر کوم، هغه د نجات پریښته يې! هغه چې خدای زما د ساتلو لپاره
ګمارلې ده.

هو مورې، دا منم، چې درنه لېرې يم؛ خو زما د زړه له هر درب سره ستا نوم
انګازې کوې.

مورجانې!

ستا ورځ رالنډه شوې ده. هر څوک خپلې مورته سندرې وايي، شعرونه ليکي او ډالۍ
ورته جوړوي. دوی د مور ورځ په ښه شوق لمانځي، خپلو ميندو ته ډالۍ ورکوي او په
وړاندې يې د مور مينه تر لاسه کوي.

ډېری به د مور په غيږه کې د خوشالي احساس وکړي؛ خو زه؟!

زه به د تېرو کلونو يادونه تکرار کړم، تکرار کړم… تر هغې چې مې ښېرازه
کړي.

ګرانې مورې!

تېر کال چې مې د ګلو ګېډۍ درته نيولې وه، د کوټې د هيندارې پر مخ ځوړنده وه
او ورو ورو وچه شوه؛ خو سږکال به څنګه شي؟

زه د ګلو ګېډۍ چاته ورکړم؛ چاته مورې؟!

مهربانې!

راشه! راشه، چې د مور د ورځې ډالۍ ستا مبارک حضور ته وړاندې کړم. ما یواځې
مه پرېږده! مه پرېږده چې لاس وغزوم؛ خو څوک نه وي چې د ګلو ګېډۍ راڅخه واخلي.

بيا به زه څومره خړ او خجالته شم مورې!

 

ګرانې مورکې!

نور مې ژړا وار نه راکوي. نور څه نه شم ليکی. يوازې همدا ويلی شم: 

((مورې،
ورځ دې مبارک شه!!!
))          

شعیب- May
2012