زما د وطن با همته کمکیان

زما د وطن با همته کمکیان

– مکتب میخوانی؟
– نه
– چرا؟
– سابق میخواندم، پسان که روزګار ما خراب شد، شار آمدیم، مکتبه ایلاکردم (مکتب مې خوشې کړه)
دا د هغه کمکی نثار احمد خبري دي چې د بلخ د فیض آباد له ولسوالی څخه مزار ښار ته راغلی دی. د دغه هلک پلار هره ورځ سهار وختي، مخکې له لمر ختو څخه د مزدورکاري بپه تمه له کوره وځی او خپل ديري ورځي د چوک پر سر تیروي، ځکه چې هغه ته هره ورځ کار نه پیدا کیږي، په اونۍ کې دوه یا درې ورځي کار ورته پیداکیږي چې هغه هم وروسته له اتو(۸) ساعتونو سخته فزیکي کار څخه، یواځې ۳۰۰ افغانی یا ۵.۵ ډالره معاش(مزدوري) اخلې.
د نثار احمد مور د يوې شخصی لیليې(د محصلینو هستوګنځي) ځیني محصلینو ته کالي پریوي، چې د یوه جوړه کالی د پرېمينځلو پر سر یواځې ۲۵ افغانی اخلې. د ده مشتریان هغه بې وزله محصلین دي چې له نورو ولایاتو څخه بلخ ته د تحصیل لپاره راغلي دي او په لیلیه کې دوی لپاره اسانتیاوي نشته، نه یواخې امکانات نشته، بلکې دوی داسی ځای هم نلری چې هلته کښینې خپل کالي پريوي او یا یې د وچولو لپاره هلته ځوړند کړي.
نثاراحمد د پلار مشر زوی دی، د ده کشر ورور نصیراحمد هم بوټونه رنګوي.
ځکه دوی ټوله په ګډ سره کار کوي، تر څو وشی کولای دوی په ګډه د یوه کور کرایه او د خپل معشیت لپاره خوراک برابر کړی.
په سر کې چې مې نثاراحمد ولید، سهار وختی و، هغه د روضي د یوه چمن/میدان په زړه کې خپل د پلاستیکي سطل(هغه سطل یا دولچه چې د چای ګیلاسونه پکښې پاکوي) باندې ناست و، او په ډیر نهیلې سره هغه ماشومانو ته کتل چې فوټبال کولي.

2013-11-28-0108
ورڅخه مې وپوښتل چې غواړی چې د دغه ماشومانو سره لوبي وکړي؟
په سترګو کې یې اوښکې ولوڼيده او ستونه یې رخه نیولی و، په ژړګونې غږ را ته وویل:
– مه ره ده بازي نمیمانه، میګه تو بوت و دریشي نداري، قشلاقي هستي، بازی ره هم یاد نداري.
بېرته سر یې ځوړند شو، او خپلې اوښکې پاکی کړه.
شېبه هماغه شېبه نه ده، خدای خو هماغه خدای دی، چې څومره درد او ژړا راته راغله.

———————————————–
دا کوچنیان زموږ د نن ورځ محرومه ماشومان او د سبا محکومه ملت ده. څومره چې مو زړه وغواړی د هغوی په سرنوشت باندې لوبې کولای شو. ځکه چې نن دوی ډوډی نلری، ښوونځي ته نشی تلای، ښه ورځ دوی نه ویني. نو هر وخت چې د دوی څخه وغواړو استفاده وکړو، بس ده چې یوه مړۍ ډوډی ورته برابر کړو، هرڅه چې وغواړو موږ ته کوي. ځکه چې دوی خو نه تعلیم لیر او نه دومره درک، چې خپل ښه او بد وپیژني، بس محرومه او مظلومه دي.
نه د دوی ژوند موږ ته به اهمیت ولری او نه هم د دوی سرنوشت!!!

Advertisements