ژبه او اروا پوهنه

د ژبې ارواپوهنې لنډه پيژندنه:

faces

د ژبې ارواپوهان د سبک له مخې د ليدو او تجربې پر اساس بيالوژي پوهنه او اروا پوهنې ته مخه کوي. د بېلګې په ډول د بېلابېلو ژبنۍ ناروغيو لکه: مهالنۍ ګنګتيا، ذهني او اروايي ګنګتيا او د ژبې ببېلابېلې ګډوډۍ او ستونزې، د ژبې تړتړى كېدل او بندېدا، له دغې لري/سيسټم څخه کار اخلي، همداسې پر مغزو ذهني ټكان/دمغي جړك باندې، د ژبې ارواپوهنه لابراتواري پلټنو باندې اتکا کوي او ډېرې ښې او جالبې پايلې ته رسيدلې؛ له بلې خوا د ژبې ارواپوهان په دې ټينګار کوي تر څو څرګنده کړي چې ژبه څنګه کولای شي د انسان پر بهرني (ظاهري)  پيژندنه اغېزه وکړي.

د ژبې په ارواپوهنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو دوې نظريې شتون لري، لومړي د عمومي ارواپوهنې له مخې څيړونه او بل د فردي ارواپوهنې له مخې څيړونه. د عمومي ارواپوهنې له نظره، د ژبې ټوله کړنه په عمومي توګه تر څېړنې لاندې نيول کېږي؛ يعنې د اروايي بهير او يو خاص غري چې د هغه په واسطې خبرې کيږي؛  هغه په داسې حال کې چې د ژبې فردي ارواپوهنه د انسان د ژبې ګډوډي تر څيړنې لاندې نيول کيږي (د ژبې فردي کارونه او له ژبې څخه د کار اخيستو څرنګوالي)، پر دغه کتګوري، زياتره د وګړو پر فکر بحث کيږي، خو ژبنۍ  بڼه هم لري، لکه څنګه چې يو کس پر ځانګړي خاصو کلماتو باندې ټينګار کوي يعنې ولې د يوه ځانګړي تکيه کلام څخه کار اخلي ؟.

د ارواپوهنې په ډګر کې د ژبې اروا پوهان له دواړو ليد لورو سره مخامخ دي، لکه  د ژبې ارواپوهان ښايی داسې وانګيري چې يو شخص د عصبي تکليف د درلودلو له وجې، په ځانګري دول په ژبه کې  يې بنديدا يا په خبروکولو کې د ځينو ګډوډيو سره مخامخ کيږي، په دې مانا چې نوي زده کړې شيان ژر له ياده وځي او د ژبې اروا پوه د دغې انګيرنې په پتيلو سره، لاس ته راوړي معلومات د ذهني ټکان باندې اخته ناروغي د فرضيي پر بنسټ څيړي، دلته ده، چې د ژبې ارواپوهنې او د ژبې پيژندنې پوهې تر منځ د بېلوالي کرښه جوتيږي.

د ژبې ارواپوه خپلې څيړنې په ټوليزه توګه د ډېرو دقيقو ازمايښتونو بر بنسټ ازمايې، په داسې حال کې چې ژبپوه د خپلې فرضيي په تاييد يا ردولو لپاره د وکړو پر سملاسې خبروکولو تکيه کوي؛ ځکه چې هغه په دې اند دي، که چيرې د ازمايښت په وخت کې ډېر ټينګار وشي، ښايې د ټولو لاس ته راوړنو پايلې يې بې اعتباره شي.

د دغه علم موضوع د ژبې ذهني اړخ څېړنه ده، يا په بله وينا د ژبې او ذهن اريکې پالي.

تر اوسه پورې د عصب پيژندنې علم هومره وده نده کړې، چې مونږ د ژبې په اړه هر څه د هغه په چوکاټ کې مطالعه کړو او د ذهن د کلمې له کارولو څخه بې نيازه واوسو؛ همداسې مونږ تر اوسه پورې اوږد مزل په مخکې لرو تر څو په دې پوه شو چې د سر په دغه اسرار اميزه لوښه کې څه رازونه پټ دي، چې د ذهن پر ځای مونږ د ماغزه کليمه وکاروو او هغه باندې بسنه وکړو؛ سره له دې، ګومان نه کوم چې د هغو کسانو سره چې دغو مسايلو سره بوخت دي، پر  دغه مسأله باندې شک وي چې: پرته له ماغزه څخه، ذهن هم شتون نلري.

مخکې له دې چې بحث ته دننه شو، بايد يوه مهمه بېلوالي ته ځير شو، چې د ژبې او ګريدو تر منځ شته دي؛ يعنې هيڅکله بايد ژبه او ګريدا سره يو ونه ګڼو.

ژبه عبارت ده له يوه داسې ټولګه چې ورته ګرامر وايي او ځينې کلمات چې د ژبې رغښت د هغه څخه کېږي؛ ګرامر او کلمات ذهني ماهيت لري، چې هغه هم د ماغزه په داسې ځای کې ساتل کيږي، چې تر اوسه پورې مونږ ته د هغه څرنګوالي څرګنده نده، يعنې په مستقيمه توګه د ليدو وړ ندي. يا په بله وينا، ژبه کړنه نده. برعکس ګريدنه، د ژبې بالفعل کړنه ده، نو د کړنې ډول ده چې په نيغه د ليدو وړ دي. نو ارينه ده چې د هغوی په کارونه کې دا توپير په پام کې ونيول شي. د ژبې ارواپوهنه که څه هم نوي رامنځته شوې علم دي، خو په ډېره چټکۍ سره مخ پر وده روانه ده او ډېر متنوع اړخونه او موضواعت په خپل لمن کې د څيړنې لپاره لري.

له هغو موضوعاتو څخه چې د ژبې ارواپوهنې په څيړنه کې ورباندې بحث کيږي، يو هم په ماغزه کې د ګريدو مرکزونو ثابتول دي، چې تر اوسه پورې په دغه موضوع کې ډېرې څيړنې هم شوې دي. په هغه څيړنه کې فرانسوی جراج  (بروکا)  د ذهني ټکانونو پر ناروغانو باندې ترسره کري ده، د ماغز په کين اړخ درېيم غشا کې چې له غوږ څخه لږ پورته ده، داسې يوه ساحه موندلي ده، چې د تکلم/ګريدو لپاره ډېر د اهميت وړ بلل شويده. دغه ساحه چې د بروکا په نامه شهرت موندلي، د انسان د ګريدو استعداد پکې نغښتې ده.

بله موضوع چې په دغه علم کې ډېر د اهميت وړ موضوع دي، په ماغزه کې د ويې/لغتونو زيرمه کول او د جملې جوړولو طرحه يا استعداد دي. د ګريدو عمل/تکلم د ژبې ارواپوهنې له موضوعاتو څخه يوه بله موضوع ده، خبرې کول/ګريدا د يو خاص غري يا سيسټم خوځول او په کار اچول دي، چې ورته ژبه وايي، دغه سيسټم مخکې له ويونکي شخص څخه جوړ شوې او ترتيب شوې ده.

د ژبې په ارواپوهنه کې يوه بله پراخه موضوع د ماشومان  د ژبې زده کولو لرۍ ده. په دې هکله څيړنې ښيې، چې ماشوم د ژوند په لومړۍ اونۍ کې، ماشومان په دې باندې قادر دي، چې ژبني او غير ژبني غږونه وپيژني، په دې وخت کې لومړنۍ غږ چې ماشوم زيږوي، هغه ژړا ده؛ ځکه چې ژړا زده کولو ته اړتيا نلري، هغه په همدغه وړتيا سره پيدا شوی ده.

د ژبې ارواپوهنه په ډګر کې د انسانانو او ژويو ژبې ترمنځ اريکې هم څيړي. د ژبې ارواپوهان د دغې پوښتنې لپاره ځواب مومي چې: ايا ژوې خپل تر منځ ژبه لري؟ ايا د انسانو او د ژويو ژبو نظام ترمنځ اړېکې شته دي کنه؟.

اخځلیکونه:

۱- ازاده مطالعه او ژباړه

۲- مان ال.، نرمان/اصوال روانشناسي/ژباړه ډاکټر محمد ساعتچي

  • ۳- شهرستاني، محمدي/روانشناسي تربیتي برای معلم
  • ۴-  ”Branches of Psychology”, Kendra Van Wagner, 2007./ http://psychology.about.com
Advertisements